یوراج سينګ په بیګ باش کې د لوبیدو لیوالتیا وښوده | خبریال

یوراج سينګ په بیګ باش کې د لوبیدو لیوالتیا وښوده

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړي یوراج سينګ د اسټرالیا په بیګ باش سيالیو کې د لوبیدو لیوالتیا وښوده.خو ستونزه اوس دا ده چې کوم کلب به نوموړي سره تړون وکړي.

د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام غوره لوبغاړي یوراج سینګ د بیګ باش سیالیو کې د لوبیدو خبر له هغې وروسته مخې ته راځي،چې د اسټرالیا د کرکټرانو اتحادیې مشر شین واټسن پخپلو خبرو کې ویلي وو،چې په بیګ باش کې د هندي لوبغاړي په یو ځای کیدو سره به دغه لیګ نور هم خوندور شي.

بیګ باش لیګ چې نور تر لسم پړاو رسیږي،خو تراوسه پدغه لیګ کې یو هندي لوبغاړی هم ندی لوبیدلې،دا ځکه چې هند کرکټ بورډ د قانون له مخې هندي لوبغاړي تر هغې په نورو خارجي لیګونو کې نشي لوبیدلی چې د کورني او نړیوال کرکټ څخه یې استعفاء نه وي کړې.

یوراج سینګ یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په تیر ۲۰۱۷ کال ای پي ایل سيالیو ترسره کولو وروسته یې د یاد لیګ څخه تقاعدي اعلان کړه او پدې سره نوموړی په خارجي لیګونو کې د لوبیدو لپاره خپلواکه دي.

د بیګ باش سیالیو منیجر جسن وان ویلي،د یوراج سینګ لپاره به یو کلب پیدا کړي،ترڅو هغه پکې لوبې وکړي.

یوراج سینګ د هند کرکټ ملي لوبډلې یو شهرت لرونکی لوبغاړی وو.نوموړي په یوه اور کې په انګلستاني توپ اچونکي سټیوراټ براډ باندې شپږ شپږیزې هم وهلي وې.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ