د کریم صادق د زبردست بالینګ په مټ سپين غر لوبډلې لومړی بریا خپله کړه | خبریال

د کریم صادق د زبردست بالینګ په مټ سپين غر لوبډلې لومړی بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کورني کرکټ شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په دوهمه لوبه کې سپین غر زمریانو لوبډلې د آمو نهنګانو لوبډلې په وړاندې په اسانۍ سره د (۴۹) منډو په توپیر بریا خپله کړه.

سپین غر زمریانو لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره په ټاکلو شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره (۱۵۰) منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۵۱ منډو هدف کیښود.

د سپین غر لخوا توپ وهنه کې زبید اکبري (۵۱) او ناصر خان (۳۸) زیاتې منډې وکړې.

د آمو لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې عبدالوسیع (۲)،نصرت الله،حیات الله او یمین احمدزي (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

آمو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو (۱۰۱) منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۴۹ منډو په توپیر بایلوده.

د آمو لوبډلې لخوا توپ وهنه کې عبدالوسیع تر ټولو زیاتې (۳۰) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د سپین غر زمریانو لخوا په توپ اچونه کې پخواني لوبغاړي کریم صادق په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي يې وسوځول.

په نورو توپ اچونکو کې افتاب عالم،زبید او زاهدخان (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی کریم خان صادق ونومول شو،چې پنځه ویکټې یې اخیستي وې.

ټاکل شوي چې ددغه لیګ سیالیو په دوام به دریمه سیالي نن ماسپيښين په ۲ بجو د کابل بازان او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

لدې وړاندې په لومړی لوبه کې مس عینک د یوې منډې په توپیر بریا خپله کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ