مېچل سټارک: مونږ باید د باټلر لپاره ځانګړی پلان ونیسو | خبریال

مېچل سټارک: مونږ باید د باټلر لپاره ځانګړی پلان ونیسو

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي مېچل سټارک ویلي،که چیرې اسټرالیا غواړي چې په دریمه شل اوریزه لوبه کې بریا خپله کړي،باید د انګلستاني ويکټ ساتونکي جوس باټلر سوځولو لپاره ځانګړی پلان ونیول شي.

انګلستان لا وړاندې د اسټرالیا څخه د شل اوریزو لوبو سیریز د باټلر د ښې توپ وهنې په مرسته ګټلی دی.

باټلر په لومړی شل اوریزه لوبه کې (۴۴) منډې ترلاسه کړي وې او په دوهمه لوبه کې یې بیا (۷۷) منډې جوړې کړي وې.

((باټلر یو څوک دی چې مونږ باید د هغه لپاره په دریمه شل اوریزه لوبه کې ځانګړی پلان ونیسو.د شل اوریزې لوبې ترڅنګ باید په یو ورځینو لوبو کې هم ورته پلان ونیسو.))

مېچل سټارک همداشان د اسټرالیا د لوبو بایللو یو لامل دا هم یاد کړ،چې د تیرو پنځو میاشتو راهیسې یې لوبې ندي ترسره کړي.

د اسټرالیا خلاف د دوهمې شل اوریزې لوبې بریا وروسته جوس باټلر پخپلو خبرو کې وویل: ((زه زیاتره وخت په شل اوریزو لوبو کې په ټاف اډر کې بریالی شوی یم.مګر دا طبیعي ده.که چيرې تاسو په شل اوریزو لوبو کې په لومړیو درې پوزیشنونو کې لوبې ترسره کړی،نو دا هر چا لپاره ښه پوزیشن دی.مونږ شاید اوه – اته داسې لوبغاړي ولرو چې په ټاپ دریو پوزیشنونو کې ښې لوبې کولی شي.نن زه ډیر خوښ یم چې هغه شان لوبه مو وکړه،چې ټیم ورته اړتیا درلوده.))

ټاکل شوي چې د اسټرالیا او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دریمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به د سې شنبې په ورځ ترسره شي.د شل اوریزو لوبو وروسته به د جمعې په ورځ د درې پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پیل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ