ظاهرخان خپله لوبډله ترې نیمه پایلوبې ورسوله | خبریال

ظاهرخان خپله لوبډله ترې نیمه پایلوبې ورسوله

کریکبال وېبپاڼه- د ویسټ انډيز کرابین پریمیر لیګ وروستي پړاو سيالیو کې د ظاهرخان د بهترینه بالینګ پر مټ سنت لوسیا زوکس لوبډله تر سيمي فاینل یا نیمه پایلوبې ته ورسيده.

سنت لوسیا زوکس لوبډلې په لومړي بیټينګ کولو سره د ۶ لوبغاړو په سوځيدو په ټاکلو شل اورونو کې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او جامیکا لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.

د زوکس لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې رکیم کنول او روسټن چېز (۳۲-۳۲)،همداشان نجیب الله ځدراڼ په ۲۵ توپونو (۳۵) منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ووهله.

نبي یو ځل بیا توپ وهنه کې پاتي راغی یوازې دوه منډې یې جوړې کړې.

د جامیکا لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې مجیب ځدراڼ په څلورو اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

ایډوارډز،پرمول،براتویټ او لمچهاني (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې جامیکا لوبډلې ښه پیل ورکړی وو.یادې لوبډلې په اوپنینګ سره تر ۸۰ پورې منډې جوړې کړي وې.خو وروسته په منځنی و کې افغان چینامېن ورو توپ اچونکي ظاهرخان د جامیکا لوبډلې په بیټینګ درز پیدا کړ او سر په سر یې دوه ویکټې ترلاسه کړې،خو په هېټریک بریالی نشو.وروسته جامیکا لوبډلې په ۱۰۷ منډو کې خپل ۷ مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل.

یادې لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۳۴ منډې جوړې کړې او سنت لوسیا زوکس لوبډلې ته یې په اسانۍ سره د ۱۱ منډو په توپیر ستره مهمه بریا ور په برخه کړه.

د جامیکا لوبډلې لخوا ګلین پېلیپس (۴۹)،بلاک ووډ او نیکولاس کرټن (۲۵- ۲۵) منډې جوړې کړې.

د سنت لوسيا زوکس لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې ظاهرخان په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.جویلي ګلین هم ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۴ اورونو کې یې ۱۶ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.کریک ویلیمز هم (۲) ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ظاهرخان پکتین ونومول شو.

نوموړي پخپلو خبرو کې چې محمد نبي عیسی خېل یې ترجمه کولې وویل: (( ما تیر کال د جامیکا لوبډلې لپاره لوبې ترسره کولې،له همدې کبله مو د هغوی لوبډلې په اړه معلومات درلودل.سږ کال پيچونه هم توپیر لري.ما د لوبې منځنیو اورونو کې څو ویکټې ترلاسه کړې او له همدې کبله میچ هم تبدیل شو.))

د لیګ ۳۰ مې او وروستۍ لوبې پای ته رسیدو وروسته څلورو لوبډلو،جامیکا تالاوز،ټرنباګو نایټ رایډرز،ګیانا امازون ویریئرز او سنت لوسیا زوکس لار پیدا کړه.

ټاکل شوي چې د یاد سيالیو لومړی سيمي فاینل لوبه به د سپټمبر په اتمه نېټه د ټرنباګو نایټ رایډرز او جامیکا تالاوز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دوهمه سيالي به په همدې ورځ د ګیانا امازون او سنت لوسیا زوکس لوبډلو ترمنځ ترسره شي. او له هغې وروسته به ددې سيالیو پایلوبه د سپټمبر په لسمه نېټه د ویسټ انډيز ټرېنډیډ ښار په براین لارا کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ