انګلستان په دوهمې شل اوریزه لوبه کې اسټرالیا له ماتي سره مخ کړه | خبریال

انګلستان په دوهمې شل اوریزه لوبه کې اسټرالیا له ماتي سره مخ کړه

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو سیریز په دویمه لوبه کې هم انګلستان بری خپل کړ او میلمه اسټرالیا لوبډلې ته یې په ۶ ویکټو ماتي ورکړه.

اسټرالیا د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه غوره کړه او د ارون پېنچ (۴۰)او ماکس سټونیس د (۳۵) منډو په مټ یې،ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

د انګلستان لخوا په توپ اچونه کې جوفرا ارچړ، مارک ووډ او عادل راشید (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.همداشان کریس جورډن (۲)ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف د انګلستان لخوا په ۱۹م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۶ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د اسټرالیا لخوا په توپ اچونه کې مېچل سټارک او زمپا (۱-۱) ویکټ او اشټن اګر (۲) ویکټې ترلاسه کړې.

د انګلستان لخوا په توپ وهنه کې جوس باټلر ښه لوبه ترسره او په ۵۴ توپونو یې (۷۷) ناسوځیدلي منډې وکړې.

د نوموړي په توپ وهنه کې ۸ څلوریزې او ۲ شپږیزې هم شاملې وې.

پدې بریا سره انګلستان د شل اوریزو لوبو لړۍ کې دوه په صفر مخکیوالی ترلاسه کړ.

ټاکل شوي چې دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو سیریز وروستۍ سیالي به د سپټمبر په اتمه نېټه په همدې سوتهمپټن ښار کې ترسره شي.

یاده دې وي چې لدې سیریز وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د سپټمبر له (۱۱-۱۶) نئټې پورې د درې پنځوس اوریزو لوبو لړۍ پیل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ