سي پي ایل: ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې سر په سر لسمه بریا هم خپله کړه | خبریال

سي پي ایل: ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې سر په سر لسمه بریا هم خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- سي پي ایل لیګ سیالیو په دوام چې نن یې د لیګ وروستۍ پړاو دی،ټرنباګو لوبډلې په ۹ ویکټو سنت کیټس او نویس پېټریټس لوبډلې ته ماتي ورکړه او پدې سره یې د لیګ وروستۍ او لسمه پرلپسې سیالي هم وګټله.

ټرنباګو لوبډله چې کوم افغان لوبغاړی له ځان سرت نه لري،لا وړاندې یې سیمي فاینل ته لار موندلي ده.

سیالۍ کې ټاس پېټريټس لوبډلې وګاټه او لومړی یئ توپ وهنه غوره کړه.

یادې لوبډلې په (۱۸،۲) اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۷۷ منډې جوړې کړې او دا په سي پي ایل سیالیو تاریخ کې پنځم ټیټ سکور وه،چې یوه لوبډله یې جوړوي. او مقابلې لوبډلې ته یې د ۷۸ منډو اسانه منډو هدف وټاکه.

زیاتې منډې یوازې دانش رمدین جوړې کړي وې چې (۱۹) وې.

ټاکلی هدف ټرنباګو لوبډلې په دوولسم اور شروع کې د یوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او په نهو ویکټو یې ستره بریا خپله کړه.

لدې وړاندې ټرنباګو ته په توپ اچونه کې (۴) ویکټې ترلاسه کړي وې.

د یادونې وړ ده ګې د لیګ دوهمه او وروستۍ سیالي به د سنت لوسیا زوکس او جامیکا تالاوز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ