شپږیزه لیګ: مس عینک په یوې منډې ستره بریا خپله کړه | خبریال

شپږیزه لیګ: مس عینک په یوې منډې ستره بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۰ کال اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو په لومړی لوبه کې مس عینک لوبډلې په یوې منډې توپیر بند امیر ښامارانو لوبډلې ته سخته ماتي ورکړه.

بند امیر ښامارانو لوبډلمشر اصغر افغان د پچې يا ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنې وار مس عینک لوبډلې ته ورکړ.

مس عینک لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او بند امیر لوبډلې ته یې د ۱۸۰ منډو هدف کيښود.

د مس عینک لخوا په توپ وهنه کې شهزاد محمدې په ۳۳ توپونو،د درې شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ ۵۴ منډې جوړې کړې.

همداشان حشمت الله شهیدي په ۴۴ توپونو (۶۵) منډې جوړې کړې.۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې یې ووهلې.

په نورو توپ وهونکو کې غمي ځدراڼ (۳۰) او عبدالله مزاري (۱۱) زیاتې منډې جوړې کړې.

د بند امیر لخوا په توپ اچونه کې شرف الدین اشرف او وقار سلام خېل (۲-۲) او همداشان حمیدحسن او محمد ابراهیم (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

بند امیر لوبډلې ونشول کولی چې هدف ته ځان وراسوي او د پنځو لوبغاړو په سوځيدو سره یې د ۱۷۸ منډې جوړې کړې او سيالي یې د یوې منډې په توپیر بایلوده.

د بند امیر لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې عثمان غني بهترینه لوبه ترسره کړه،چې په ۶۳ توپونو یې د ۲ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مټ ۷۹ منډې جوړې کړې.

حضرت الله ځاځي په ۱۳ توپونو (۲۴)، د لوبډلې مشر اصغر افغان په ۲۹ توپونو د ۶ څلوریزو په مټ (۴۴)، زیاتې منډې جوړې کړې.

د مس عینک لخوا په توپ اچونه کې نور احمد (۲)،دولت ځدراڼ،عبدالله مزاري او شاپور ځدراڼ (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې سبا به پدې لیګ کې دوه لوبې ترسره شي،چې لومړی سيالي به د آمو نهنګانو او سپين غر لوبډلو ترمنځ په ۹ نیمې بجې ترسره شي.دوهمه سيالي به په ۲ بجې د کابل بازانو او بوست ساتونکو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ