ای پي ایل سيالیو مهال ویش اعلان او ممبۍ له چنای سره لومړی لوبه کې مخ کیږي | خبریال

ای پي ایل سيالیو مهال ویش اعلان او ممبۍ له چنای سره لومړی لوبه کې مخ کیږي

هند کرکټ بورډ د ژمنې سره سم د ۲۰۲۰ کال دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالیو مهال ویش اعلان کړ، چې له مخې به یې لومړی لوبه د تیر ځلې اتلوالۍ ګټونکي ممبۍ انډيانز لوبډلې او همداشان د چنای سوپر کینکز لوبډلې ترمنځ د سپټمبر په نوولسمه نېټه په ابوظبی لوبغالي کې ترسره شي.

ټاکل شوي وه چې ۱۳م پړاو ای پي ایل سيالۍ به د اپریل په ۴مه نېټه ترسره شوي وای،خو د کرونا وبا له کبله ددغو سيالیو په ترسره کیدو کې ځنډ رامنځ ته شو.

د ډيرو بحثونو وروسته د سږ کال ای پي ایل سيالۍ د هند په ځای اماراتو ته انتقال شوې او دغه سيالۍ به د اماراتو په شارجې،دوبۍ او ابوظبی ښارونو کې ترسره شي.

د لومړی لوبې وروسته به ددغه لیګ دوهمه سيالي د کینکز الیون پنجاب او همداشان د ډهلي کپټلز لوبډلو ترمنځ په دوبی لوبغالي کې ترسره شي.ورپسې دریمه سيالي به د سنرایزرس حیدراباد او رویل چیلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

لدې وروسته به دا سيالۍ شارجې لوبغالي ته ولیږدول شي او د سپټمبر په ۲۲مه نېټه به د راجستان رویلز او همداشان د چنای سوپر کینکز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

په ټوله کې به ۲۴ سيالۍ په دوبی،۲۰ سيالۍ به په ابوظبی او ۱۲ سيالۍ به په شارجې کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د مهال ویش له مخې به لس لوبې غبرګې لوبې وي،چې لومړی لوبه په سيمه ایز وخت درې نېمې بجې او دوهمه سيالي به د ماښام په اوو نیمو بجو وي.

ټاکل شوي چې ددغه لیګ وروستۍ پړاو سيالۍ به د نومبر په دریمه نېټه پای ته وراسیږي او له هغې وروسته پلې اف،سيمي فاینل پړاونو ترسره شي.

یاده دې وي چې ددغو سيالیو پایلوبه به د نومبر په لسمه نېټه ترسره شي.

د پلې اف او نورو پړاو سيالیو د ترسره کیدو لپاره لوبغالی ندی مشخص شوی.

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ