سوریش رېنا: شاید بیا مو هم د چنای لوبډلې په کمپ کې ووینئ! | خبریال

سوریش رېنا: شاید بیا مو هم د چنای لوبډلې په کمپ کې ووینئ!

کریکبال وېبپاڼه- سوریش رېنا چې پدې وروستیو کې له ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو څخه د شخصي ستونزو له کبله په ناڅاپي توګه بهر شو،ورسره د هغه په ناڅاپي وتو سره زیات بحثونه رامنځ ته شول،یو لدې څخه د چنای سوپر کینکز لوبډلې مالک این سرینوانسن وو چې د هغه په وتلو یې غبرګون ښکاره کړ او نوموړي وویل،د سوریش رېنا په وتلو سره لوبډلې ته کومه ضربه نه رسیږي او یوازې به نوموړی خپلې پیسې له لاسه ورکړي.

ددې هر څه موضوعاتو په اړه نوموړي له کریکبز سره مرکې کړي ده،چې دده مرکې بندیز ته مو پام را ګرځوم.

پوښتنه: که لومړیو کې راته ووایاست،کوم داسې څه وو چې تاسو اړ شوی چې د وتلو پریکړه وکړی؟

سوریش رېنا: کورنۍ ته واپس راتلل زما خپله شخصي پریکړه وه،داسې اړین څه وو چې ما باید کورنۍ په مخکې ویلي وای.چنای سوپر کینکز لوبډله زما خپله لوبډله ده او ډوهني ماته ډير مهم دی او دا یوه سخته پریکړه وه.چنای سوپر کینکز لوبډلې سره زما کومه ستونزه نشته.هيڅوک به داسې ونکړي چې بې له کوم دلیل څخه لاړ شي او (دوولس نیم) کروړه پیسې پریږدي.ما شاید د نړیوال کرکټ سره یو ځای له همدې لوبو څخه تقاعد اخیستی وای.خو لا هم ځوان یم او پدې هڅه کې یم چې تر راتلوونکو (۴-۵) کالونو پورې نوره هم لوبه ترسره کړم.

پوښتنه: څه عکس العمل د وښود،کله چې د سرینوانسن له لوري په تاسو انتقادونه وشول؟

سوريش رېنا: هغه د یو پلار په څير په ما فکر کوي،همیشه زما ترڅنګ ولاړ او زما زړه کې ځای لري.هغه زما سره داسې چلند کوي،لکه یو کوچنی زوی.زه ډاډه یم چې کوم څه هغه ویلي زما د ښه والي لپاره یې ویلي.یو پلار کولی شي چې خپل زوی هم وراټي.کله چې زه ترې راغلم،هغه د اصلي لاملونو څخه نه وو خبر،خو کله چې نوموړی خبر شو،هغه ماته مسیجونه او پیغامونه هم ولیږل.مونږ دواړو د چنای لوبډلې په اړه هم خبرې وکړې.

پوښتنه: په چنای لوبډله کې د راتلوونکی څنګه وینې؟

سوریش رېنا: که څه هم چې زه دلته په قرنطین کې یم،خو بیا هم خپل تمرینات ترسره کوم.تاسو نه پوهیږی،شاید په چنای کمپ کې مو بیا هم ووینئ.

پوښتنه: که څه هم تاسو لدې وړاندې د ژوند د حفاظت په خاطر د جلاوالي سره بلد شوي نه وای،کوم چلینجونه وو؟

سوریش رېنا: د ټيم منجمینټ او هند کرکټ بورډ د هر یوه لوبغاړي خوندیتوب په برخه کې ډيره ښه دنده ترسره کړه.لدې وړاندې داسې نه وو شوي او دا د هر چا لپاره نوي حالت وو.ډير په لوړه کچه خوندي چاپیریال دی او هیڅوک بې له لاسرسي یو ځای ته هم نشي تللی.مونږ په کورونو کې دننه اوسیږو،هیچا سره رفت مفت نه کوو او هرې دوه ورځې وروسته ټيسټ ترسره کیږي.

پوښتنه: داسې راپورونه هم وو چې تاسو هلته د اوسيدو ځای څخه ناارامه وی؟

سوریش رېنا: زه یو ځوانه کورنۍ لرم.په حقیقت کې زه پدې تشویش کې ووم،که چيرې په ما څه وشي،هغوی به څه کوي.ماته خپله کورنۍ ډيره اهمیت لري او له همدې کبله خو پدې سخت وخت کې هغوی ته په تشویش کې ووم.که څه هم چې زه دلته راغلی یم،خو د تیرو شل ورځو راهیسې مو خپل ماشومان ندي لیدلي.زه لا هم په قرنطین کې یم.

پوښتنه: دغې بدمرغې پیښې چې تاسو تره پکې وژل شوی،څومره اغیزه یې کړې؟

سوریش رېنا: د پاتنکوټ پیښه ډيره وحشتناکه پیښه وه او دا زمونږ د کورنۍ هر غړي لپاره ډيره سخته او ځورونکي وه.او دا زما مسؤلیت وو چې راشم او د هغوی پالنه وکړم.د هغې مودې راهیسې چې زه راستون شوی یم.دلته په قرنطین کې یم.زه باید د خپل مور او پلار د لیدو لپاره لاړ شم او دوی اوس هم په ویر کې دي.

پوښتنه: کله چې د چنای لوبډلې غړو ټيسټونه مثبت شول،ستاسو په اړه هم انديښنې زیاتې شوې،آيا د ستاسو لپاره کومه زده کړه وه؟

سوریش رېنا:زما لپاره دا یو زړه ماتونکی کورس و.دا یوه ډيره مرګوني ناروغي ده او سره د زیاتو احتیاطونو که چيرې کوم سټاپ پرې مبتلا شووبیا به ووایاست چې څومره بده ده.او هر څوک پرې مبتلا کیدلی شي.پدې هیله چې هر څوک ترې ژر روغ شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ