څلور کاله وړاندې په همدې ورځ مکسویل د سریلانکا خلاف ۱۴۵ منډې جوړې کړي وه | خبریال

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ مکسویل د سریلانکا خلاف ۱۴۵ منډې جوړې کړي وه

کریکبال وېبپاڼه- په همدې ورځ د سپټمبر په شپږمه نېټه په ۲۰۱۶ کال کې اسټرالیاوي الراونډر ګلین مکسویل د سریلانکا خلاف په شل اوریزه لوبه کې بهترین اننګز لوبولی و،چې په ۶۵ توپونو یې ۱۴۵ منډې جوړې کړي وې.

دده بهترینه اننګز لوبولو پر مټ اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۶۳ منډې جوړې کړې.

په همغه وخت کې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې په شل اوریزو لوبو یوه لوبه کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ هم جوړ کړ.

د ګلین مکسویل یاد ریکارډ په شل اوریزو لوبو کې دریم ستر ریکارډ وشمیرل شو،چې په یوه لوبه کې یې جوړوي.

شل اوریزو یوه لوبه کې زیات ریکارډ د اسټرالیاوی د ارون پېنچ سره دی.نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې د زمبابوې خلاف په یوه لوبه کې په یواځې ځان ۱۷۲ منډې جوړې کړي وې.

د اسټرالیا او سریلانکا ترمنځ یاده لوبه چې پالیکالي لوبغالي کې ترسره شوه،پکې سریلانکا د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنې نوبت اسټرالیا لوبډلې ته ورکړ.

اسټرالیا لوبډلې په پيل کې،که څه هم اوپنر لوبغاړی ډيويډ وارنر په (۲۸) منډو ژر له لاسه ورکړ.خو وروسته مکسویل،خواجه او ټریس هېډ اسټرالیا لوبډله بشپړ کنټرول کې واخیسته.

ګلین مکسویل د ۱۴ څلوریزو او ۹ شپږیزو په مټ ۱۴۵ منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې یو ستر هدف ور په برخه کړ.

د هدف په ځواب کې سریلانکایۍ لوبډلې په ټاکل شوو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځيدو ۱۷۸ منډې جوړې کړې او سيالي یې د ۸۵ منډو په توپیر بایلوده.

د اسټرالیا لپاره هغه مهال په توپ اچونه کې مېچل سټارک او سکاټ بولېنډ (۳-۳) ویکټې ترلاسه کړي وې.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ