بیګا د کریکټ له میدانه سیاسي چیغې پورته شوې | خبریال

بیګا د کریکټ له میدانه سیاسي چیغې پورته شوې

کریکبال وېبپاڼه- له څه چې موږ څو کاله مخکې نارې وهلې؛ کریکټ مو د سیاسونو منګولو ته لوېدلی دی.
بیګا د اووم پړاو شپږیزه کریکټ لیګ مراسمو بیا هم ثابته کړه،چې کریکټ مو سیاسونو دا ځل کلک له ستوني ونیوه. کریکټ مو اوس تر هغې لا ډېر د سیاست ښکار دی،څومره چې ولس فکر کوي.
زما یاد دي ۲۰۱۶ کال شپږیزه کریکټ لیګ د پرانیستې مراسمو ته بهرني لوبغاړي هم دعوت شوی و،چې په مراسمو کې یې هم ګډون درلوده. ملي لوبغاړي په ځانګړي ځای کې په سورو قالینو(کاربېډ) ناست و، دوی ته ځانګړی قدر او عزت ورکړل شو،ځکه همدا کریکټ،همدا لوبه او همدا پیسې مو د دوی د خواریو او هلو ځلو ثمره وه/ده.
خو بیګا د نندارچیانو په ځای کې داسې ناست و، لکه د شل افغانیو د ټیکټ په بدل کې چې د مراسمو تماشې ته راغلي وي. دا هم په هر صورت ؛لوبغاړي د امنیتي مسؤلینو له خوا هم د نا سم چلند په اړه ګیله مند دي،ویل کېږي،بیګا د شپږیزې په مراسمو کې د لوبغاړو فېډونه په چاقوانو وهل شوي او بېکونه یې هم همداسې. د شپږیزې د لوبډلو مالکان او سپانسران بیا تر لوبغاړو هم په عادي ځای کې کېنول شوي و،چې که دا یې یاد وي بیا به دا ملي احساس هم سر وخوري چې دوی به لوبډلې سپانسر او خپله سرمایه به قرباني کړي.
د وینا برخه یې هېڅ داسې نه وه چې نن د یو کریکټ ټورنمېنټ پرانیسته ده،فکر کېدا چې ګویا د افغانستان پر سینه د اغزن تار له ټولو او اټک ګټلو وروسته د ملي پوځ د بریا نمانځنه کېږي.
ټول ویناوال سیاسون او پر سیاست وغږیدل،چې باید داسې نه وای شوي.
ورزش/کریکټ د سولې پیغام دی او ورزش باید بې طرفه وي.
ویناوالو ویل چې دوښمن او پنجاب او … له موږ خوښۍ اخلي، او داسې نورې کیسې.
خو زه وایم باید له دې لوبغالي د یووالي او سولې غږ خپور او پورته شوی وی.
لږ باید دا د جنګ او دوشمن نوم د څو شیبو لپاره ناستو خلکو،پر تلویزیون کتونکو او ولس ته نه وس ور یاد شوی.
خدای (ج) ما کړه بیګانۍ خبرې ما په دې وېروي چې اوس مو کریکټ تر بل نوي چیلېنج لاندې را نه شي.
بل دا چې د کریکټ ملي لوبې د یو داسې ایوېنټ د پرانیستې مراسمو ته باید یو ملي منل شوی سندرغاړی/سندرغاړې چې هر قوم او کلتور ته منلی وی سندرې یې کړې وی.
ایا تاسو لیدلي چې د هند غوره لیګ ای پي اېل چې د هند په اقتصاد کې مهم رول لوبوي،ورته دې ولسمشر ــ لومړی وزیر یا هم بل کوم سیاسي مشر راغلی وي او څو ساعتونه دې ورته لارې بندې او عام ولس له ستونزو سره مخ وي؟
وایي وخت ګوره قدم اخله.
دا دوه کاله په کابل کې د یو ستر لوبغالي د جوړیدو نارې وهل کېږي،دا دی بیګا ولسمشر هم دا غږ وکړ،خو په داسې کمزوري حالت او بې مسلکه رهبرۍ کې تر ۲۰۳۰ کاله هم د انتظار مستحق یو.
سره له دې چې له شپږیزې کریکټ بورډ ته هېڅ اقتصادي بجټ په لاس نه ورځي،خو پر دې عادي ټورنمېنټ بیګا لکونه ډالر مصارف وشول چې سندربولې ته پکې زرګونه ډالر پاتې شول.
په هر صورت څه چې ډېر د اندیښنې وړ دي پر کریکټ د سیاست د ننه کېدل چې اوس په بشپړه مانا زموږ کریکټ اداره،مامورین او لوبغاړي تر سیاسي اسمان لاندې لوبېږي او د کریکټ له لوبغالي مو سیاسي چیغې پورته کېږي،د افغانستان کریکټ ته هره شیبه زرګونه میله شاته ضربه ورکوي.
ولس باید دا خپله لوبه نوره د سیاسونو له منګولو وژغوري او د یو پر کریکټ پوه او اګاه شخص د راتلو لپاره دې له هرې قانوني او ممکنه لارې کار واخلي.
بیا به نو له ورزشي لوبغالي د سیاسي چیغو پر ځای د سولې او نړیوالتوب پیغام خپور شی.

ایوب یاد

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ