کرابین لیګ: راشدخان لوبډلې بریا او د مجیب،نبي،نجیب، ظاهرخان لوبډلې ماتي وخوړې | خبریال

کرابین لیګ: راشدخان لوبډلې بریا او د مجیب،نبي،نجیب، ظاهرخان لوبډلې ماتي وخوړې

کرابین لیګ: راشدخان لوبډلې بریا او د مجیب،نبي،نجیب، ظاهرخان لوبډلې ماتي وخوړې

کریکبال وېبپاڼه- کرابین لیګ سیالیو په دوام تیره شپه دوه سیالۍ ترسره شوې،چې لومړی سیالي د ټرنباګو نایټ رایډرز او سنت لوسیا زوکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ټرنباګو لوبډلې ټاکلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې او ۱۷۶ منډئ هدف یې وټاکه.

ټاکلي هدف په مقابل کې زوکس لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۲ منډې وکړې او سیالي یې د ۲۳ منډو په توپیر بایلوده.

ظاهرخان ۳ اورونو کې د ۲۴ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ ترلاسه کړي وه او نبي ۳ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړي وې،خو ویکټ یې نه وه اخیستې.

توپ وهنې برخه کې نجیب الله ځدراڼ (۱۲) او نبي (۱۷) منډې جوړې کړي وې.

دوهمه سیالي بیا د مجیب او راشدخان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه،چې پکې راشدخان لوبډلې په ۷ ویکټو بریا خپله کړه.

جامیکا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

ټاکلي منډې د بربادوس لوبډلې لخوا په ۱۹م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

مجیب ۴ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې،خو په ویکټ اخیستو بریالی نشو.

راشدخان لدې وړاندې بیا ۴ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړي وې او یوه ویکټ یې هم اخیستي وه.

نن به ددې سیالیو د لیګ وروستۍ لوبې ترسره شي،چې سنت کېټس او نویس پېټریټس لوبډله د ټرنباګو لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

دوهمه سیالۍ کې بیا جامیکا تالاوز لوبډله د سنت لوسیا زوکس لوبډلې سره مخ کیږي.

ټرنباګو لوبډله لومړی لوبډله ده چې نیمه پایلوبو ته یې لار پیدا کړي ده او نن به ددغو سیالیو څخه سیمي فاینل ته وتونکي لوبډلې معلومې شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ