شپږیزې لیګ مراسم ترسره او افغان ولسمشر د نوي لوبغالي ژمنه وکړه | خبریال

شپږیزې لیګ مراسم ترسره او افغان ولسمشر د نوي لوبغالي ژمنه وکړه

شپږیزې لیګ مراسم ترسره او افغان ولسمشر د نوي لوبغالي ژمنه وکړه

کریکبال وېبپاڼه- د اتصالاتو پورجي اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو د پرانیستې مراسم په کابل ملي لوبغالي کې ترسره شول.

پدې مراسمو کې جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني، لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح،د مشرانو جرګې مشر ښاغلي فضل هادي مسلمیار،د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي،اریانا سعید، کابینې غړو، د بور‌‌‌‌‌‌ډ غړو ، کرکټ ملي اتلانو ګډون درلود.

ولسمشر اشرف غني د شپږیزې لیګ پرانیستې مراسمو کې د یوه نوي لوبغالي د جوړیدو ژمنه هم وکړه.

نوموړي پخپله خبرو کې وویل،چې همدا د کرکټ لوبډله ده چې د افغانستان نوم یې په ټوله نړۍ پیژندلی دی.

دده په وینا افغان کرکټ لوبډلې چې لا یې شل کاله په کرکټ کې ندي وتلي او دومره غښتلي شوي ده او په سلو کالونو کې به څومره غښتلي شي.

دده ترڅنګ امرالله صالح هم د کرکټ ملي اتلانو او د هغوی د لاسته راوړنو ستاینه وکړه.نوموړي د کرکټ لوبه د ولسونو ترمنځ د اتحاد یوه بیلګه یاده کړه.

ټاکل شوي چې اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو پیل به په یوې لوبې وشي او سبا ماسپيښین یوه نیمه بجه به د بند امیر ښامارانو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

ټولو لوبډلو مشرانو ویلي،ددغه لیګ لپاره بشپړ چمتوالی لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ