د ای پي ایل سيالیو مهال ویش سبا اعلانیږي | خبریال

د ای پي ایل سيالیو مهال ویش سبا اعلانیږي

کریکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل سيالیو چرمېن بریجیش پټېل تایید کړه چې د دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالیو مهال ویش یا سکیجول به سبا یکشنبه اعلان کړي.

ټاکل شوي وه چې د یادو سيالیو مهال ویش به تیره ورځ اعلان شوی وای،خو د بعضو ستونزو په اساس سبا ورځې ته وځنډول شو.

ټاکل شوي چې ۱۳م پړاو ای پي ایل سيالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه پيل چې د نومبر میاشتې تر لسمې نېټې به دوام وکړي.

د یادو سيالیو لپاره ټولې لوبډلې عربي اماراتو ته رسيدلي دي او هلته په تمریناتو بوختې دي.

چنای سوپر کینکز لوبډله وروستۍ لوبډله وه چې د جمعې په ورځ یې د یادو سيالیو لپاره تمرینات پیل کړل.لدې وړاندې د یادې لوبډلې ۱۳ غړو کرونا ټيسټونه مثبت اعلان شوي وو،چې له کبله یې یادې لوبډلې پخپل وخت سره تمرینات ترسره نکړل.خو د دریم راونډ ټيسټونو وروسته په لومړي ځل یادې لوبډلې د تمریناتو لړۍ پيل کړه.

ټاکل شوي چې په یادو سيالیو کې به درې افغان لوبغاړي مجیب الرحمان،راشدخان او محمد نبي عیسی خېل د کرابین لیګ سيالیو پای ته رسولو وروسته مستقیما په یاد لیګ کې برخه واخلي،خو مخکې لدې چې دوی د خپلو لوبډلو سره یو ځای شي،دوی به په عربي اماراتو کې ۷ ورځې قرنطین موده تیروي او له هغې وروسته به د خپلو لوبډلو سره یو ځای کيږي.

ټاکل شوي وه چې یادو درې افغان لوبغاړو به په اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو کې برخه اخیستي وای،خو دا چې ویسټ انډيز هیواد سرحدي پولې تړلي او په هوایي پروازونو یې محدودیتونه لګیدلي،له همدې کبله په کرابین لیګ کې افغان لوبیدونکو لوبغاړو ته کرکټ بورډ اجازه ورکړه چې ټول لیګ ولوبوي او له هغې وروسته شپږیزې ته راستانه شي.

 ټاکل شوي چې د مجیب،راشد او نبي پرته درې نور افغان لوبغاړي به د سپټمبر په ۱۲مه نېټه له ویسټ انډيز څخه راستانه شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ