د روڼتيا د څار بنسټ له لوري په افغان کرکټ بورډ نیوکه! | خبریال

د روڼتيا د څار بنسټ له لوري په افغان کرکټ بورډ نیوکه!

کریکبال وېبپاڼه- د روڼیتا څار بنسټ لخوا په نوي خپاه شوي راپور کې ويل شوي چې افغانستان کرکټ بورډ ادراې د بورډ روڼتیا،حکومتوالی،حساب ورکونې، او د اداري فساد مخنیوي برخه کې هیڅ ډول لازم او د پام وړ اقدامات ندي ترسره کړي.

د یاد راپور له مخې د نړیوالو مرستو سره،سره بیا هم افغانستان کرکټ بورډ ندی توانیدلی چې د ښځو د لوبو لپاره اړینې فریکي زیربناوي او آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د روڼتیا د څار بنسټ د مشر سید اکرم افضلي په وینا، یادې څیړنې ترسره کولو څو میاشتې وخت ونیوه او د اړینو معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې یې،ځکه د معلوماتو ته د لاسرسي کمیسون څخه هم د مرستې غوښتنه وکړه، چې کرکټ بورډ دېته اماده نه و،چې ددې څيړنې کار ډلې ته اړین معلومات په واک کې ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په کرکټ بورډ زیاتره وخت د مینه والو لخوا پدې انتقاد کیږي چې دوی د ملي ګټو په ځای شخصي ګټو ته ترجیع ورکوي.

د مینه والو په وینا افغان کرکټ بورډ باید رغونې چارې چټکې کړي او د ملي لوبډلې لپاره له سترو هیوادونو سره د سيالیو او سيریزونو په برابرولو کار وکړي.

افغانستان که څه هم په ۲۰۱۷ کال جون میاشت کې د ایرلینډ سره یو ځای د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ بشپړ امتیاز ترلاسه کړ،خو هغه شان چې لازمه ده، افغان کرکټ ملي لوبډلې ته سيالۍ ندي برابرې شوي.

د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې په افغان کرکټ بورډ کې دننه سياسي ننګونو او ټاکنو زور اخیستی دی او هغه کسان چې واسطې یا پیسې ولري،د بورډ په لوړو څوکیو کې انتخابیږي.ښه مثال یې د عبدالله بارکزي ټاکنه ده چې د ګوښه کیدو یې میاشت نه وه تیره شوې،بیرته کرکټ بورډ کې دنده ورکړل شوه.

 

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ