د ۷م پړاو شپږيزه لیګ افتتاح د ولسمشر اشرف غني له لوري کيږي | خبریال

د ۷م پړاو شپږيزه لیګ افتتاح د ولسمشر اشرف غني له لوري کيږي

 

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کورني کرکټ تر ټولو سترې سيالۍ (شپږیزه کرکټ لیګ) سيالیو پرانیستې مراسم نن ماښام په اوو بجو پيلیږي.

کریکبال وېبپاڼې ته ځينو باوري سرچینو ويلي، د اووم پړاو شپږیزه لیګ سیالیو د پرانیستې مراسمو کې به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون ولري.

د یادې سرچینې په وینا چې ددغه لیګ د پیل افتتاح به د ولسمشر اشرف غني له لوري ترسره شي.

افغان کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې د سږنیو شپږیزه لیګ سيالیو لپاره یې بشپړ اړین تدابیر نیولي دي او دوی ډاډ څرګند کړی دی چې سږ کال شپږیزه لیګ سيالۍ به د نورو کالونو په پرتله ډيرې رنګينې وي.

ټاکل شوي چې اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالۍ به سر له سبا رسما پيل شي چې د همدې میاشتې تر شپاړلسمې نېټې به دوام وکړي.

ټاکل شوي وه چې په اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو کې به د ملي لوبډلو مهمو لوبغاړو مجیب ځدراڼ،محمد نبي عیسی خېل او راشدخان هم اشتراک کړی وای.خو دا چې ویسټ انډيز هیواد خپلې سرحدي پولې د کرونا محدودیتونو له کبله تړلي دي او یاد لوبغاړي نشي کولی چې پخپل وخت سره شپږیزه لیګ کې برخه واخلي، له همدې کبله افغان کرکټ بورډ په کراین لیګ کې لوبیدونکو ټولو افغان لوبغاړو ته اجازه ورکړه چې ټول لیګ ولوبوي،چې یاده پریکړه سي پي ایل چارواکو لخوا ستایل شوي ده.

دوی ویلي،افغان لوبغاړو په کرابین لیګ ډيره اغیزه کړې او د یادو لوبډلو لپاره مهم لوبغاړي شمیرل کیږي. 

د کریک انفو سایټ د معلوماتو له مخې چې درې واړه شهرت لرونکي افغان لوبغاړي مجیب،راشد او محمد نبي به له سي پي ایل څخه مستقیما په ای پي ایل سيالیو کې برخه واخلي. 

د تیرو کالونو په پرتله به سږ کال پدې لیګ سيالیو کې د کرونا محدودیتونو له کبله خارجي لوبغاړي ګډون ونه لري.

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ