مستفیظ الرحمان ته د خپل بورډ لخوا ای پي ایل کې د لوبیدو اجازه ورنکړل شوه | خبریال

مستفیظ الرحمان ته د خپل بورډ لخوا ای پي ایل کې د لوبیدو اجازه ورنکړل شوه

کریکبال وېبپاڼه- د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسي چټک توپ اچونکي مستفیظ الرحمان ته د بنګله دېش کرکټ بورډ لخوا په را روان هندوستان پریمیر لیګ سياليو کې،چې ددې میاشتې په نوولسمه نېټه به پیل شي،د لوبیدو اجازه ورنکړه.

د بنګله دېش کرکټ بورډ ادراي چرمېن اکرام خان ویلي،بنګله دېش لوبډله په اکتوبر او نومبر میاشت کې له سریلانکا سره سيالۍ لري او له همدې کبله یې نوموړي ته په ای پي ایل سيالیو کې د لوبیدو اجازه ورنکړه.

که څه هم مستفیظ الرحمان په ای پي ایل سيالیو کې د کومې لوبډلې لخوا ندی اخیستل شوی.خو په پلان کې وه چې کلکتې لوبډلې به نوموړی د هري ګرني په ځای لوبډله کې اخیستلی وای.

اکرام خان وویل: ((د هغه په اړه یو وړاندیز شوی وو.مګر مونږ اوسمهال سریلانکا ته یوه دوره لرو.له همدې کبله مو هغه ته اجازه ورنکړه.نوموړی زمونږ لپاره یو مهم کرکټر دی او له بلې خوا دغه سیریز هم زمونږ لپاره ډير مهم دی.))

ټاکل شوي چې بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله به د درې ټيسټ لوبو لړۍ لوبولو لپاره سریلانکا هیواد ته سفر وکړي او د دوی ترمنځ به لومړی ټيسټ لوبه د اکتوبر په ۲۴مه نېټه ترسره شي،دا هغه وخت دی چې ای پي ایل سيالۍ به په اماراتو کې روانې وي.

د یادونې وړ ده چې مستفیظ الرحمان په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال ای پي ایل سيالیو کې له سنرایزرس حیدراباد لوبډلې سره مل و.نوموړي د یادې لوبډلې لپاره په ۱۷ سيالیو کې ۱۷ ویکټې اخیستي وې.وروسته نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې د ممبۍ انډيانز لوبډلې سره یو ځای شو او د یادې لوبډلې لپاره یې په ۷ سيالیو کې ۷ ویکټې ترلاسه کړې.

په ټوله کې نوموړي ۲۴ ای پي ایل سيالیو کې برخه اخیستي ده،چې په (۲۸،۵۴) اوسط سره یې ۲۴ ویکټې اخیستي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ