سوریش رېنا له ډوهني غواړي چې په دریم پوزیش لوبه وکړي | خبریال

سوریش رېنا له ډوهني غواړي چې په دریم پوزیش لوبه وکړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سوریش رېنا له مهندراسينګ ډوهني څخه غواړي چې د ای پي ایل سيالیو پر مهال په دریم پوزیشن لوبې ترسره کړي.

سوریش رېنا چې پخپله د چنای لوبډلې لپاره په دریم پوزیشن لوبیده،د ځینو کورنيو مشکلاتو په اساس له دیارلسم پړاو ای پي ايل سيالیو څخه ستون شو،چې د یادې پریکړې له کبله یې بيلا بیلو غبرګونونه هم را وپاریدل.

د سوریش رېنا په وینا ډوهني یو تجربه کاره لوبغاړی دی او په دریم پوزیشن لوبې سره به چنای لوبډله هم حیرانه کړي.

نوموړي په دریم پوزیشن د ډوهني یوه بیلګه هم یاده کړه،چې نوموړي د پاکستان خلاف ښه لوبه پکې ترسره کړي وه او ان تردې چې په لومړي ځل سلیزه یې هم پکې جوړه کړه.

((نوموړی په همدې پوریشن د لوبې تجربه لري.څوک به د ډوهنې هغه لوبه چې په ۲۰۰۵ کال کې یې د پاکستان خلاف په همدې پوزیشن ۱۴۸ منډې جوړې کړي وې هیره کړي؟دریم پوژیشن یو مهم پوزيشن دی او پدې سره به ډوهني نوره هم خپله وړتیا وښيي.))

د یادونې وړ ده چې مهندراسینګ ډوهني لدې وړاندې هم په دریم پوزيشن لوبې ترسره کړي دي،چې ۸۰ او ۹۰ پورې منډې یې پکې جوړې کړي دي.

په وروستي ځل چې نوموړي په دریم پوزيشن لوبه ترسره کړي وه،هغه په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا خلاف وه،چې نوموړي پکې ۷۲ منډې جوړې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې مهندراسینګ ډوهني لدې وړاندې په ټاپ اډر کې هم لوبې ترسره کړي دي او له هغې وروسته یې خپل اډر تبدیل کړ او اوسمهال اکثره وخت په منځني اډر کې لوبو ته راځي.

د یادونې وړ ده چې ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پيل شي چې د نومبر تر لسمې نېټې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ