حشمت الله شهیدي بریدګرې توپ وهنې مس عینک بریا ته ورسوه | خبریال

حشمت الله شهیدي بریدګرې توپ وهنې مس عینک بریا ته ورسوه

کریکبال وېبپاڼه- شپږیزه لیګ سیالیو ته د چمتوالي په دوام تیره ورځ د مس عینک او آمو نهنګانو لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه،چې پکې مس عینک لوبډلې ستره بریا خپله کړه.

د سیالۍ ټاس آمو لوبډلې وګاټه او توپ وهنې بلنه یې مس عینک لوبډلې ته ورکړه.

مس عینک لوبډلې په ټاکل شوو ۱۵ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۵ منډې جوړې کړې.

د مس عینک لخوا په توپ وهنه کې حشمت الله شهیدي زبردسته لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۳۰ توپونو ۷۰ چټکې منډې جوړې کړې.د نوموړي توپ وهنه کې ۸ شپږیزې او درې څلوریزې شاملې وې.

باید یادونه وشي چې نوموړي په ۱۶ توپونو چټکه نیمه سلیزه بشپړه کړي وه.

په نورو توپ وهونکو کې نجیب الله ترکي د ۶ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مټ،په ۲۵ توپونو (۵۸) منډې جوړې کړې. بهار شینواري (۲۸) او صدیق پاچا (۱۲) منډې جوړې کړې.

د آمو لوبډلې لخوا توپ اچونه کې فطرت الله خاورې او یمین احمدزي (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.

همداشان یحیی خان او یوسف ځاځي (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د ټاکل شوي هدف په مقابل کې امو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۴۲ منډو په توپیر مس عینک لوبډلې ته بایلوده.

د آمو لوبډلې لخوا توپ وهنه کې جمعه ګل (۲۶)،مراد علي (۲۳)،شوکت (۳۳) او یمین احمدزي (۳۳) منډې جوړې کړې.

د مس عینک لخوا توپ اچونه کې عبدالباقي (۴)،شاهدالله کمال او همکار (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوي چې اووم پړاو شپږیزه لیګ سیالۍ به رسما د سبا ورځې څخه پیل شي او د روانې میاشتې تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.

هیره د نه وي چې ددې سیالیو د پرانیستې مراسم به نن ماښام اووه بجې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ