انګلستان لومړی شل اوریزه لوبه کې اسټرالیا ته په ۲ منډو ماتي ورکړه | خبریال

انګلستان لومړی شل اوریزه لوبه کې اسټرالیا ته په ۲ منډو ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړی شل اوریزه لوبه کې د سیالۍ ټاس اسټرالیا لوبډلې وګاټه او توپ وهنې بلنه یې انګلستان ته ورکړه.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ټاکل شوو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې د سیالۍ ګټلو په موخه د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

د انګلستان له لوري توپ وهنه کې ډیویډ ملن ښه لوبه وکړه،چې په ۴۳ توپونو یې (۶۶) منډې جوړې کړې.د نوموړي توپ وهنه کې ۳ شپږیزې او ۵ څلوریزې هم شاملې وې.

همداشان په ۲۹ توپونو (۴۴) منډې جوړې کړې،پنځه څلوریزې او دوه شپږیزې یې ووهلې.

د اسټرالیا لخوا توپ اچونه کې ریچارډسن،اشټن اګر،مکسویل (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې او پاټ کومېنز یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف ته اسټرالیاوۍ لوبډله ونه رسیده او د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لخوا توپ وهنه کې ډیویډ ورنر (۵۸)،ارون پېنچ (۴۶)،سټیو سمېت (۱۸) او ماکس سټونیس (۲۳) ناسوځیدلې منډې وکړې.

د انګلستان لخوا توپ اچونه کې جوفرا ارچر او عادل راشید (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې او مارک ووډ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په یاده سیالۍ کې اسټرالیاوی کپتان ارون پېنچ وتوانید چې په شل اوریزو لوبو کې ۲ زره چټکې منډې هم بشپړې کړې.نوموړي دغه منډې په ۶۲ اننګزونو کې ترلاسه کړې او له ویراټ کوهلي وروسته چې په ۵۶ اننګزونو کې یې ترلاسه کړي وې،دوهم زیاتې چټکې منډې وشمیرل شوې.

ټاکل شوي دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه سیالي به د سپټمبر په شپږمه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ