نبي،مجیب او راشد په شپږیزه کې د ګډون پاتې او ای پي ایل کې لوبیږي | خبریال

نبي،مجیب او راشد په شپږیزه کې د ګډون پاتې او ای پي ایل کې لوبیږي

کریکبال وېبپاڼه- سره ددې چې کرابین لیګ سیالۍ د شپږیزې لیګ سره په ټکر کې دي،خو افغان کرکټ بورډ شپږو هغو افغان لوبغاړو ته چې اوسمهال په کرابین پریمیر لیګ کې په لوبو بوخت دي ،په ټول لیګ کې د لوبیدو اجازه ورکړه.

پدې شپږو لوبغاړو کې راشدخان،محمد نبي،ظاهرخان،نوین الحق،نجیب الله ځدراڼ،مجیب ځدراڼ شامل دي.

د افغانستان شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ ټاکل شوي چې د یکشنبې په ورځ پیل شي،خو سي پي ایل سیالۍ تر راتلوونکي پنجشنبې پورې دوام کوي.

کرابین لیګ کې د راشدخان (بربادوس لوبډله) له مخکې تګ څخه بې برخې شوي دي،خو د نورو پاتې افغان لوبغاړو لوبډلې وړاندې تللي دي او دوی به مهمو سیالیو ته دوام ورکړي.

لدې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي خبر ورکړئ وو،چې دوی به سي پي ایل سیالیو کې لوبیدونکي افغان لوبغاړي د چټر ځانګړو الوتکو له لارې د سپټمبر په پنځمه نېټه راستانه کړي.خو ویسټ انډیز زیاتره سرحدي پولې تړلي دي او افغان کرکټ بورډ د چټر الوتکو برابرولو برخه کې، د لوژیستیکي ستونزو سره مخ شو.

لدې سره به اوس درې افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل،راشدخان او مجیب ځدراڼ د روان کال په اووم پړاو شپږیزه لیګ سیالیو کې برخه وانخلي او دوی به له کرابین لیګ وروسته سمدستي،په ای پي ایل سیالیو کې برخه واخلي.

پاتې درې افغان لوبغاړي به د سپټمبر په ۱۲مه نېټه په شپږیزه لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه د کابل په لوري روان شي.

نظیم جار عبدالرحیمزي وویل،په پام کې وه چې افغان لوبغاړي به د شپږیزه لیګ د پیل یوه ورځ وړاندې راستانه شوي وای،دده په خبره چې اوس پلان بدل شو.

نوموړي وویل،سره ددې چې سي پي ایل هم روان وو،خو افغان کرکټ بورډ ته شپږیزه لیګ ډیر اهمیت لري او له همدې کبله یې په لاره واچوله.

سي پي ایل سیالیو مشر پېټي رسل هم د افغان کرکټ بورډ دا پریکړه ستایلې چې افغان لوبغاړو ته یې په کرابین لیګ کې د لوبیدو اجازه ورکړه.

((مونږ د افغان کرکټ بورډ چرمېن دا پریکړه په په بشپړه توګه ستایو،چې شپږو افغان لوبغاړو ته یې د هېرو سي پي ایل سیالیو د پای ته رسیدو پورې،د پاتي کیدو اجازه ورکړه.افغان لوبغاړو زمونږ په سیالیو هم پدې موسم کې او هم په تیر کال موسم کې ډیر اغیز اچولی دی.مونږ ډیر خوشحاله شو چې دوی به ان تر سپټمبر لسمې او فاینل لوبې پورې زمونږ سره وي.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ