هربجنګ سینګ هم له ای پي ایل بهر شو! | خبریال

هربجنګ سینګ هم له ای پي ایل بهر شو!

کریکبال وېبپاڼه- د چنای سوپر کینکز لوبډلې اف سپنر بالر هربجن سینګ د شخصي ستونزو له کبله د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو څخه بهر شو.

دا له سوریش رېنا وروسته دوهم لوبغاړی دی چې د شخصي ستونزو له کبله د ای پي ایل سیالیو څخه بهریږي.

چنای سوپر کینکز لوبډلې هم د هربجن سینګ وتل تایید کړي دي.یادې لوبډلې په یوې خپره شوي اعلامیه کې ویلي.

(( هربجن سینګ مونږ ته د ای پي ایل څخه د وتلو خبر راکړئ دی او نوموړی به له مونږ سره ای پي ایل کې شتون ونلري.چنای سوپر کینکز لوبډله د هغه د پریکړې ملاتړ کوي او پدې ازمایښتي وخت کې د هغه د کورنۍ سره ولاړه ده.))

د یادونې وړ ده چې هربجن سینګ لدې وړاندې د ممبۍ انډیانز لوبډلې سره وه او نوموړي په شتون کې ممبۍ انډیانز لوبډلې درې ځلې اتلوالۍ ګټلي دي.وروسته نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې سره یو ځای شو.

تیر ای پي ایل موسم کې نوموړي د چنای لوبډلې لپاره ۲۳ ویکټې هم اخیستي وې.

ټاکل شوي چې ۱۳م پړاو ای پي ایل سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه د عربي اماراتو په کوربتوب پیل،چې د نومبر تر لسمې نېټې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ