بند امیر د حمیدحسن د بهترینه بالینګ په مټ بریا خپله کړه | خبریال

بند امیر د حمیدحسن د بهترینه بالینګ په مټ بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه-اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته د چمتوالي په دوام نن ورځ د ډیلي فریش بند امیر ښامارانو او سپین غر زمریانو لوبډلې ترمنځ په ایوبي کرکټ لوبغالي کې تمریني دوستانه سیالي ترسره شوه،چې پکې بند امیر لوبډلې په اوو ویکټو ستره بریا خپله کړه.

د سیالۍ ټاس بند امیر ښامارانو لوبډلې وګاټه او لومړی توپ وهنې ته یې سپین غر زمریانو لوبډله دعوت کړه.

سپین غر لوبډلې ونشول کولی چې د بند امیر ښامارانو لوبډلې د توپ اچونکو په وړاندې ټول اورونه ولوبوي او ياده لوبډله په (۱۷،۴) اورونو کې په ۱۴۴ منډو وسوځیده.

د سپین غر زمریانو لوبډلې لخوا یوازې شبیر نوري و،چې زیاتې منډې یې جوړې کړې.نوموړي د ۳ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته په ۲۵ توپونو (۴۲) منډې جوړې کړې.

په نورو توپ وهونکو کې فضل ځاځي (۲۱)،وحیدالله شفق (۲۰)،قیس احمد (۱۰)، ناصر عمر (۱۳)،آصف موسی زي او بهیر شاه هر یو (۱۵-۱۵) منډې جوړې کړې.

د بند امیر ښامارانو لخوا په توپ اچونه کې حمیدحسن زبردسته توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي دوو اورونو کې یوازې ۷ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې په صفر سره وسوځول.

د حمیدحسن ترڅنګ عصمت عالم،فرهاد مومند،وقار سلام خېل هم (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې او طارق ستانکزي او بلال سمیع (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د بند امیر لوبډلې لخوا د لوبې په وروستي اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

بند امیر لخوا توپ وهنه کې ناصر جمال او اکرم علي خېل په ترتیب سره (۵۶) او (۴۶) منډې جوړې کړې او توپ وهنه یې نورو توپ وهونکو ته پریښوده.

د سیالۍ غوره لوبغاړی ناصر جمال ونومول شو، چې په ۴۷ توپونو یې د ۶ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ (۵۶) منډې جوړې کړي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ