شعیب اختر په انتقاد کوونکو انتقاد وکړ،د کوهلي یې بیا ستاینه وکړه | خبریال

شعیب اختر په انتقاد کوونکو انتقاد وکړ،د کوهلي یې بیا ستاینه وکړه

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکي شعیب اختر چې شهرت پدې لري،چې هر څه په ښکاره وایي،پدې وروستیو کې د پاکستاني مینه والو لخوا له دې کبله تر سختو نیوکو لاندې راغی چې ولې د ویراټ کوهلي او د هغه د ټیم ستاینه کوي.

خو شعیب اختر یو ځل بیا پخپل پخواني دریځ ودرید او د ویراټ کوهلي او همداشان هند لوبډلې ستاینه یې وکړه.نوموړي وویل،ویراټ کوهلي د کرکټ په نړۍ کې یو بهترین لوبغاړی دی.

نوموړي پاکستاني انتقاد کوونکو ته په ځواب کې وویل، که چیرې په ذهن کې کوم شکونه او دلایل لري را وړاندې دې یې کړي.

((زه نه پوهیږم چې خلک ولې غصه دي او بې ځایه انتقادونه کوي،دوی د لومړی د هغه لوبو او کارکردګۍ ته ښه په ځیر وګوري او بیا دې په ما انتقاد وکړي،دوی یوازې لدې کبله له هغه څخه نفرت کوي چې هغه هندي دی.آیا مونږ به د هغه ستاینه نه کوو؟))

شعیب اختر همداشان وویل،هند هر وخت په لوبډله کې ښه لوبغاړي رامخکې کړي دي،خو پاکستان بیا ددې خلاف روان دی.

((ولې تاسو همیشه د یوه عیب د لټولو په هڅه کې یاست،ولې ددې هڅه نه کوئ چې د دوی په څیر واوسئ.داسې وخت هم وو چې هند به غوښتل چې د پاکستان په څیر لوبډله واوسي،اما اوس پاکستان غواړي چې د هند په څیر لوبډله واوسي.))

شعیب اختر همداشان زیاته کړه،د ۱۹۹۰مو کالونو پر مهال به هم، هند لاسونه پورته کړل چې مونږ له پاکستان سره په شارجې کې لوبې نه کوو.

((زمونږ ذهنیت پدې جوړ شوی دی چې ښه لوبغاړي ( ایوریج لرونکي لوبغاړي) یوازې ټیم ته رامخکې کړو.خو دوی ایوریج لرونکي لوبغاړي په ټیم کې کپتانۍ ته رامخکې کړي.دوی ویراټ کوهلي رامخکې کړ او د لوبډلې کپتان یې کړ.مونږ څوک را مخته کړي دي؟))

شعیب اختر ددې پوښتنه په ځواب کې چې د مشر سلیکټرۍ دندې وړاندیز ورته شوی دی؟

نوموړي یې ځواب کې وویل:(( هیچا ماته د مشر سلیکټرۍ د دندې وړاندیز ندی کړئ.که مشر سلیکټر زه ووم او که بل څوک وي،مهم شئ دا دی چې ذهنیت بدل کړي،چې په اوس وخت کې ورته مونږ سخته اړتیا لرو.همدا کس او مشر روزونکی باید یو ځای د ټیم په ښه والي کار وکړي.))

شعیب اختر زیاته کړه،لوبډلې ته د انتخاب په برخه کې،لکه څنګه چې زما فکر دا دی چې هغه لوبغاړي د لوبډله کې انتخاب شي چې کارکردګۍ یې کړي وي،همداسې عوام خلک هم غواړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ