ای پي ایل ته ۷ هندي مبصرین اعلان،تمه ده چې سکیجول به یې نن اعلان شي | خبریال

ای پي ایل ته ۷ هندي مبصرین اعلان،تمه ده چې سکیجول به یې نن اعلان شي

کریکبال وېبپاڼه- وهند کرکټ بورډ د اماراتو په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو لپاره ۷ هندي مبصرین یا کمینټیټوران اعلان کړل،خو سنجی منجراکر پکې شتون نه لري.

د هند کرکټ بورډ لخوا په اعلان شوو هندي مبصرینو کې هارشه بوګلي،سونیل ګواسکر،ایل سویراماکریشن،مورلي کارتیک،ډيپ ډسګوپټا،روښان ګواسکر او انجوم چوپړا شامل دي.

ډسګوپټا او کارتیک په ابوظبی کې ترسره کیدونکو سیالیو لپاره مشخص شوي دي او پاتې نوره ډله به شارجې او دوبۍکې ترسره کیدونکو سیالیو کمیټري ترسره کړي.

ابوظبی او دوبۍ ښارونو کې به ۲۱ ای پي ایل سیالۍ ترسره شي او شارجې کې به ۱۴ لوبې ترسره شي.

کمیټیټوران په درې ډلو ویشل شوي چې په دوو ځایونو ابوظبی او دوبۍ کې به میشت وي.

ټاکل شوي وه چې ډسګوپټا او کارتیک به نن د جمعې په ورځ د اماراتو په لوري روان شوي وای.خو دا چې د قرنطین موده له ۱۴ ورځو څخه ۷ ورځو ته را لنډه شوي،له همدې کبله به دواړه د روانې سپټمبر میاشتې په لسمه نېټه د اماراتو په لوري روان شي.

د یادونې وړ ده چې هندي کمینټیټورانو ترڅنګ به په یاد لیګ کې خارجي کمينټیټوران هم شتون ولري،خو تراوسه د دوی په اړه معلومات ندي ورکړل شوي.

که څه هم تراوسه د ای پي ایل سیالیو سکیجول ندی اعلان شوی،خو د هندوستان مېرر خبرپاڼې د خبر له مخې،چې هند کرکټ بورډ د چنای لوبډلې د کرونا پایلو ته د انتظار له کبله معطل کړی دی او تمه ده چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سکیجول یا مهال ویش به د نن ورځې په اوږدو کې اعلان شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ