نېشام او ویلیمسن ای پي ایل کې د ګډون لپاره اماراتو ته روان شول | خبریال

نېشام او ویلیمسن ای پي ایل کې د ګډون لپاره اماراتو ته روان شول

کریکبال وېبپاڼه- د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې کپتان کین ویلیمسن او الروانډر جیمي نېشام په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو کې د ګډون په موخه نن ورځ د عربي اماراتو په لوري روان شول.

دواړه لوبغاړي به هلته د خپلو لوبډلو سره یو ځای شي.

د اماراتو په لوري د روانیدو خبر نیوزیلینډي کپتان کین ویلیمسن پخپل انسټګرام ورکړئ دی.

نوړي لیکلي: ((د یوې څه مودې وروسته لومړی سفر! نارنجي ډلې یا سنرایرزس حیدراباد لوبډلې سره د یو ځای کیدو په انتظار یم.))

د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالۍ به دا ځلې د کرونا له ویرې د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.

ټاکل شوي دیارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه پیل چې د نومبر تر لسمې به دوام وکړي.

کین ویلیمسن چې د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې تجربه کاره لوبغاړی شمیرل کیږي،نوموړی به د راشدخان او محمد نبي سره یو ځای د یادې لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

تیره ورځ د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او همداشان کمینټیټور اکیش چوپړا پخپلو څرګندونو کې ویلي وو،که چیرې محمد نبي عیسی خېل په سي پي ایل سیالیو کې خپل فوم ته همداسې دوام ورکړي،سنرایزرس لوبډله کې د کین ویلیمسن ځای په خطر کې کیدلی شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ