کابل بازانو په ۳ ویکټو سپين غر زمریانو ته ماتي ورکړه | خبریال

کابل بازانو په ۳ ویکټو سپين غر زمریانو ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو ته د چمتوالي په موخه د تمریني سيالیو په دوام نن ورځ د کابل بازانو او همداشان د سپين غر زمریانو لوبډلو ترمنځ په ایوبي کرکټ لوبغالي کې دوستانه شل اوریزه سيالي ترسره شوه،چې پکې کابل بازانو لوبډلې په درې ویکټو سيالې لوبډلې ته ماتي ورکړه.

کابل بازانو لوبډلې کپتان رحمن الله ګربز د پچې یا ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وار سپين غر زمریانو لوبډلې ته ورکړ.

سپين غر زمریانو لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۶۶ منډې جوړې کړې او کابل بازانو لوبډلې ته یې د سيالۍ ګټلو په موخه د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.

د سپين غر زمریانو لخوا په توپ وهنه کې شبیر نوري (۱۳)،تمیم (۲۱)، فضل ځاځي (۲۲)،ناصر عمر (۴۲)،کریم صادق (۲۱) او بهیر شاه (۱۹) زیاتې منډې جوړې کړې.

د ایوبي کابل بازانو لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې عبدالطیف ایوبي،ننګیالي او ضیاء اکبر (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.همداشان فرمان الله صافي او نجات مسعود (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف د کابل بازانو لوبډلې لخوا د لوبې په شلم اور دریم توپ سره د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او په درې ویکټو یې بریا خپله کړه.

د کابل بازانو لخوا په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز (۱۱)، نورعلي ځدراڼ (۲۰)،صدیق اتل (۲)،رحمن الله ځدراڼ (۳۲)،یونس احمدزي (۱۷)،سمیع الله شینواري (۴۲) او عظمت الله عمرزي (۱۲) او فرمان الله صافي (۱۷) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د سپین غر زمریانو لخوا په توپ اچونه کې زاهد شیرزاد (۳) ویکټې.کریم صادق،حاجي وفي او قیس احمد (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی سمیع الله شینواری ونومول شو،چې په ۲۴ توپونو یې د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مټ (۴۲) منډې جوړې کړي وې.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ