نن د محمد شامي د زوکړې ورځ ده او نوموړی ۳۰ کلن شو! | خبریال

نن د محمد شامي د زوکړې ورځ ده او نوموړی ۳۰ کلن شو!

کریکبال وېبپاڼه- نن د سپټمبر دریمه نېټه د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک او تجربه کاره توپ اچونکي محمد شامي د زوکړې یا کلیزه ورځ ده او په ویاړ یې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه مینه والو نوموړي ته مبارکي وړاندې کړي ده.

محمد شامي د هند کرکټ ملي لوبډلې د چټک بالینګ برخه دی او دده په شتون کې هند کرکټ لوبډله تر اوږدې مودې پورې په ټيسټ درجه بندۍ کې په لومړي مقام پاتي شوي ده.

نوموړي په ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د افغانستان خلاف په لوبه کې هیټریک هم ترلاسه کړی وو.

هند کرکټ بورډ د محمد شامي هغه ويډيو چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د سويلي افریقا خلاف په لوبه کې پنځه ویکټې اخیستي دي،پوسټ کړي ده او نوموړي ته یې د کلیزې مبارکي وړاندې کړي ده.

ورسره لیکلي يي دي: (( ۴۹ ټيسټ،۷۷ یو ورځنۍ او ۱۱ شل اوریزو لوبو کې، ۳۳۶ نړیوالې ویکټې.په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو چټکترین بالر چې سل ویکټې یې اخیستي دي.هغه ته د کلیزه مبارک وي.))

د هند کرکټ بورډ سربیره کینکز الیون پنجاب لوبډلې هم نوموړي ته مبارکي وړاندې کړي ده.

هیره د نه وي چې محمد شامي په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د افغانستان خلاف بهترینه بالینګ په مټ هندوستان ته د ۱۱ منډو په توپیر ستره بریا ور په برخه کړي وه.

نوموړي په یاده لوبه کې محمد نبي،افتاب عالم او مجیب الرحمان له مخې پورته کړل او په لومړي ځل یې د پنځوس اوریزو نړیوال جام سيالیو کې هېټریک ترلاسه کړ.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ