سریلانکا کرکټ بورډ د (لنکا پریمیر لیګ) نېټه بیا اعلان کړه! | خبریال

سریلانکا کرکټ بورډ د (لنکا پریمیر لیګ) نېټه بیا اعلان کړه!

کریکبال وېبپاڼه- سریلانکا کرکټ بورډ تیره ورځ خبر ورکړ چې د دوی کورنۍ لیګ (ایل،پي،ایل) لومړی پړاو به د روانې نومبر میاشتې په څوارلسمه نېټه پيل چې د دسمبر میاشتې تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

په لومړیو کې ټاکل شوي وه چې دغه لیګ به د اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل شوی وای،خو په سریلانکا هیواد کې د کرونا د پيښو په زیاتیدو سره دغه لیګ هم وځنډول شو،خو اوس یو ځل بیا سریلانکا کرکټ بورډ خبر ورکړی دی چې دغه لیګ به په نومبر میاشت کې پيل کړي.

د سریلانکا کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه لیګ به د سریلانکا په دمبولا،پاليکالي او مهیندا راجاپکس نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

 لنکا پریمیر لیګ کې ټولټال پنځه لوبډلې کولمبو،کنډي،ګلي،دمبولا او جفنا ګډون لري چې د دوی ترمنځ به ۲۳ سیالۍ ترسره شي.

د یاد لیګ سپانسرۍ تړون د اماراتو میشت (ای،پي،جي) ګروپ ترلاسه کړی دی.

ټاکل شوي وه چې پدې لیګ کې به د پاکستان څخه یوې لوبډلې ګډون کړی وای،خو دا چې پاکستان کرکټ بورډ د پنځم پړاو (سي،پي،ایل) څخه د پاتي شوو سيالیو سکیجول اعلان کړ،داسې نه ښکاري چې په یاد لیګ کې د پاکستان څخه کومه لوبډله اشتراک وکړي.

پاکستان کرکټ بورډ د پنځم پړاو (پاکستان سوپر لیګ ) سيالیو څخه د پاتي شوو څلورو لوبو سکیجول اعلان کړ،چې له مخې به یې یادې سيالۍ د نومبر په ۱۴مه نېټه پيل او د نومبر تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي.

پاکستان کرکټ بورډ وایي،د یادو سيالیو د ترسره کیدو په اړه ورسره څلورو واړو لوبډلو ملتان سلطانز،کراچۍ کینکز،لاهور قلندرز او پشاور زلمي موافقه هم کړي ده.

د پاکستان کرکټ بورډ په وینا چې یادې سيالۍ به په لاهور ښار کې ترسره شي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ