سیمنز ځانګړي اننګز ټرنباګو ته اتمه بریا ور په برخه کړه | خبریال

سیمنز ځانګړي اننګز ټرنباګو ته اتمه بریا ور په برخه کړه

کریکبال وېبپاڼه- لنډل سیمنز په ۶۳ توپونو د ۹۶ چټکو منډو جوړولو په مرسته،ټرنباګو لوبډلې وکولی شول چې سنت کېټس انډ نویس پېټریټس لوبډلې ته په اسانۍ سره د ۵۹ منډو په توپیر ستره ماتي ورکړي.

پېټریټس لوبډلې د ۱۷۵ منډو هدف په مقابل کې،یوازې په ۱۱۵ منډو جوړولو وتوانیده او پدې سره یې ټرنباګو لوبډلې ته اتمه پرلپسې بریا په لاس کې ورکړه.یادې لوبډلې په روانو سي پي ایل سیالیو کې یوه ماتي هم نده خوړلي.

د هدف په تعقیب کې سنت کېټس لوبډلې یوه ښه پیل ته اړتیا درلوده،خو دوی ایون لېوس په دوهم اور کې له لاسه ورکړ.

جوشا ډي سیلوا (۲۹)،کریس لاین (۳۴) منډو په جوړولو سره هڅه وکړه چې اننګز را جوړ کړي او دواړو (۵۷) منډو ملګرتیا هم ترسره کړه.خو پروین ټمبي د دواړو لوبغاړو لاین او ډي سیلوا په سوځولو سره د مخالفې لوبډلې لوری هم بدل کړ.د یادو دوو لوبغاړو سوځیدو وروسته سنت کېټس لوبډله له سختو ستونزو سره مخ شوه او ۲۵ منډو کې یې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

ریاد عمرت او عمران خان پېټریټس لوبډلې لپاره لږ څه مقاومت پدې وکړ،چې لوبډله یې په کمو منډو اوټ نشي،دوی تر ۱۷ منډو پورې ملګرتیا ترسره کړه.

کریس لاین او ډي سیلوا یواځیني لوبغاړي وو،چې ۲۰ څخه پورته منډې یې جوړې کړي وې.نور یو لوبغاړی هم په زیاتو منډو جوړولو ونه توانیده.

د ټرنباګو لپاره په توپ اچونه کې سکندر رضا تر ټولو مخکښ توپ اچونکی و،چې د ۱۵ منډو په ورکولو سره یې ۳ لوبغاړي وسوځول.

وړاندې د ټرنباګو اننګز کې سیمنز ۷ څلوریزې او ۶ شپږیزې وهلي وې او له ډرن براوو سره یې د ۱۴۴ منډو ملګرتیا ترسره کړه او براوو یوازې (۳۶) منډې جوړې کړي وې.

ټرنباګو لوبډله د ۱۶ پوینټونو په ترلاسه کولو سره د جدول په سر کې ځای لري،خو پېټریټس لوبډله د ۲ پوینټونو په لرلو سره د جدول په وروستي مقام کې قرار لري.

د یادو سیالیو دوهمه لوبه کې نوین الحق لوبډلې د نبي عیسخېل لوبډلې په وړاندې بریا خپله کړه.

سنت لوسیا زوکس لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۱۰۹ منډې جوړې کړې.

زوکس لوبډلې لپاره نجیب الله ځدراڼ په ۲۲ توپونو د یوې شپږیزې په مټ (۱۹) منډې جوړې کړې.

محمد نبي عیسی خېل په ۱۴ توپونو (۱۳) منډې جوړې کړې،دوه څلوریزې یې ووهلې او د نوین الحق لخوا اوټ کړل شو.

د ګیانا امازون لخوا توپ اچونه کې نوین الحق د ۲۴ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.نورو بالرانو هم پخپل وار ښه بالینګ ترسره کړ.

ګیانا امازون لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۷ ویکټو یې پنځمه بریا خپله کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ