د ملینګا په ځای جېمز پټینسن ممبۍ انډیانز لوبډله کې شامل شو | خبریال

د ملینګا په ځای جېمز پټینسن ممبۍ انډیانز لوبډله کې شامل شو

کریکبال وېبپاڼه-ممبۍ انډیانز لوبډلې د سریلانکایي چټک توپ اچونکي لاسیت ملینګا په ځای اسټرالیاوي جېمز پټینس سره تړون وکړ.

لاسیت ملینګا چې د ممبۍ انډیانز لوبډلې تر ټولو تجربه کاره لوبغاړی شمیرل کیږي.نوموړی د شخصي ستونزو له کبله سږ کال ای پي ایل سیالیو څخه بهر شوی دی.

ممبۍ انډیانز لوبډلې ویلي،ملینګا غواړي چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاتي شي او له همدې کبله به په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو کې برخه ونه لري.

پټېنسن لدې وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې له کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره تړون کړی و.که څه هم د یادې لوبډلې سره درې موسم پړاونو کې پاتي شو،خو یو ځل یې هم په یوولس کسیزه لوبډله کې ځای ندی خپل کړئ.

ممبۍ انډیانز لوبډلې څخه په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي: ” جېمز پټېنسن به د ممبۍ انډیانز لوبډلې کورنۍ سره چې اوسمهال په ابوظبی کې مېشت ده،یو ځای شي.پټېنسن زمونږ لپاره یو ښه انتخاب دی او نوموړی به د چټک بالینګ برخه نوره هم پیاوړي کړي.))

لدې وړاندې داسې خبرونه ورکړل شوي وو،چې لاسیت ملینګا به د ای پي ایل سیالیو په لومړی مرحله کې لدې کبله ونه لوبیږي چې پلار یې ناروغه دی.خو اوس ممبۍ انډیانز لوبډلې په رسمي توکه تایید کړه،چې لاسیت ملینګا به په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو کې نه وي.

د یادونې وړ ده چې د لاسیت ملینګا په شتون کې ممبۍ انډیانز لوبډلې څو ځلې د ای پي ایل سیالیو اتلوالۍ هم ګټلي دي.

هیره دې نه وي چې ممبۍ انډیانز لوبډلې د روهیت شرما په کپتانۍ کې څلور ځلې د ای پي ایل سیالیو اتلوالۍ خپلې کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ