شل اوریزو لوبو درجه بندي: راشد او نبي لومړی مقامونه لري | خبریال

شل اوریزو لوبو درجه بندي: راشد او نبي لومړی مقامونه لري

کرکبال وېبپاڼه- د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو سیریز پای ته رسیدو وروسته کرکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو نوي درجه بندي اعلان کړه،چې پکې دواړه افغان لوبغاړي بیا هم اوچت مقامونه لري.

راشدخان د بالرانو په نوي بندۍ کې پخپل لومړي مقام پاتي شوی او محمد نبي بیا د شل اوریزو لوبو الراونډارنو درجه بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د ای سي سي لخوا د بیټسمینانو په نوي اعلان شوي درجه بندۍ کې بابر اعظم لومړی،راهول دوهم او پېنچ دریم مقام له ځان سره لري.

افغان کیڼ لاسی بیټسمین حضرت الله ځاځی اتم مقام له ځان سره لري.

د بالرانو په درجه بندۍ کې راشدخان لومړی،مجیب الرحمن دوهم او زمپا دریم مقام له ځان سره لري.

د الروانډرانو درجه بندۍ کې محمد نبي عیسی خېل لومړی،شین ویلیمز دوهم او ګلین مکسویل دریم مقام له ځان سره لري.

د یادونې وړ ده چې د انګلستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو لوبو سیریز یو په یو مساوي پای ته ورسیده.

انګلستاني بنټن چې په یاد سیریز کې یې ۱۳۷ منډې جوړې کړي وې.له ۱۵۲ مقام څخه ۴۳م مقام ته راغلی دی.همداشان پاکستانی الروانډر محمد حفیظ چې په همدې سیریز کې یې ۱۵۵ منډې جوړې کړي وې،له ۶۸ مقام څخه ۴۴م مقام ته را وړاندې شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ