اکیش چوپړا: د نبي اوسني فوم د ویلیمسن ځای په حیدراباد لوبډله کې خطر کې کړ | خبریال

اکیش چوپړا: د نبي اوسني فوم د ویلیمسن ځای په حیدراباد لوبډله کې خطر کې کړ

کرکبال وېبپاڼه- د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اوپنر لوبغاړی او همداشان د کرکټ مشهور مبصر اکیش چوپړا د سټار سپورټس سره په خبرو کې ویلي،په سي پي ایل سيالیو کې د محمد نبي عیسی خېل اوسنیو کارکردګیو ته په کتلو سره، نوموړی په سنرایزرس حیدراباد لوبډله کې د کین ویلیمسن ځای ته ستر خطر جوړ کړ.

اکیش چوپړا چې د سټار سپورټس سره په خپرونه کې د سنجی منجراکر سره یې یو ځای د افغان لوبغاړو په کارکردګیو خبرې کولې وویل،روانې سي پي ایل سيالۍ یوازې افغان لوبغاړو په ښکلو کارکردګیو سره رنګیني کړي دي.

د محمد نبي او کین ویلیمسن په شتون کې زیاتره وخت سنرایزرس لوبډله کې د محمد نبي عیسی خېل د لوبيدو چانس نه وي.خو دغه کمینټیټور پدې باور ښيي، که محمد نبي عیسی خېل همداسې ښه لوبو ته دوام ورکړي د ویلیمسن ځای له ستونزو سره مخ کولی شي.

((محمد نبي عیسی خېل لا هم په سي پي ایل سيالیو راج چلوي.نوموړی په روانو سي پي ایل سيالیو کې هم په بيټينګ او هم په بالینګ کې ډیر ښه ځلیدلی دی.کله چې تاسو په شل اوریزه لوبه کې، هر اور کې (۴،۵)،(۴،۷۵) منډې ورکوی.دا داسې دي لکه په ټيسټ لوبه کې یې چې بالینګ ترسره کړی وي.))

سنجی منجراکر بیا وویل،چې محمد نبي عیسی خېل په لوبه اغیزه اچونکي برخه کې له راشدخان هم وړاندې دی او نوموړی د میچ ګټوونکي سيالۍ ترسره کړي دي.

د منجراکر په وینا محمد نبي عیسی خېل هم په بیټينګ او هم د بالینګ په برخه کې له راشدخان هم ډير ښه ځلیدلی دی.

(( په اوسنیو ورځو کې د راشدخان بیټينګ یا توپ وهنه هم ډيره ښه شوي ده.مګر محمد نبي له راشدخان څخه په بیټينګ او بالینګ برخه کې ښه روان دی.که چیرې مونږ دغه ټورنامینټ اغیزې ته وګورو.له راشدخان څخه محمد نبي عیسی خېل پدې ټورنامینټ ډيره اغیزه اچولي ده.))

د اکیش چوپړا په وینا چې سنرایرز حیدراباد لوبډله به یقینا د محمد نبي عیسی خېل د اوسنیو کارکردګیو څخه خوشاله وي،خو له بلې خوا به کین ویلیمسن لږ څه پدې خفه وي.

 ((که چیرې نبي ښه بیټينګ کوی،نو دلته د ویلیمسن د ځای په اړه پوښتنه را ولاړه کیږي.شاید نوموړی به د نبي په کارکردګیو لږ څه خفه هم وي.خو له بلې خوا به سنرایزرس لوبډله ورته ډيره خوشاله وي.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ