د نوین الحق بهترینه بالینګ له کبله ګیانا لوبډلې بریا خپله کړه | خبریال

د نوین الحق بهترینه بالینګ له کبله ګیانا لوبډلې بریا خپله کړه

کرکبال وېبپاڼه- دکارابین لیګ سیالیو په دوام تیره شپه د ګیانا امازون ویریئرز لوبډلې او بربادوس ټرېډنډټس لوبډلې ترمنځ سیالي ترسره شوه،چې پکې ګیانا امازون لوبډلې د نوین الحق د بهترینه سپېل په مټ ستره سره بریا ترلاسه کړه.

د ویسټ انډیز په روانو تجارتي سیالیو کې زیاتره وخت چې کومه لوبډله ټاس ګټي،لومړی توپ اچونه غوره کوي،خو بربادوس پدې خلاف د ټاس یا پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه غوره کړه.

د دوی دا پریکړه ناکامه ثابته شوه.په لومړیو کې یې دواړه اوپنران په صفر له لاسه ورکړل،ورپسې د یادې لوبډلې درې مهم لوبغاړي په منډه کې وسوځیدل.

بربادوس لوبډله له سختو ستونزو سره مخ وه،په ۲۷ منډو کې یې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو،خو وروسته راشدخان او مېچل سنټر څه نا څه ملګرتیا ترسره کړه او د لوبډلې منډې یې له ۵۰ واړولې.

یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلو شل اورونو کې یوازې ۹۲ منډې جوړې کړې او یو اسانه هدف یې مقابلې لوبډلې ته وټاکه.

د بربادوس لخوا په توپ وهنه کې مېچل سنټر (۳۶) او راشدخان (۱۹) زیاتې منډې جوړې کړې.

د ګیانا امازون لخوا په توپ اچونه کې یو ځل بیا افغان لوبغاړي نوین الحق د خپل بالینګ قوت څرګند کړ.نوموړي ۴ اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د نوموړي سره نورو بالرانو هم ښه بالینګ ترسره کړ.کیون سیکلېر (۲)،کریس ګرین (۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د ګیانا امازون لوبډلې لخوا په اسانۍ سره د لوبې په اوولسم اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د ګیانا امازون لخوا په توپ وهنه کې کریس ګرین (۵۱) او نیکولاس پورن (۱۸) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د بربادوس لخوا توپ اچونه کې راشدخان او هایډن والش (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی نوین الحق ونومول شو.

نوموړي پخپلو خبرو کې وویل:((ډیر د خوښۍ احساس کوم چې لوبډلې ته مو بریا ور په برخه کړه.ددې سیالۍ ګټل ډیر اړین هم وو.زمونږ ترڅنګ سپنرانو ښه لوبه وکړه.نن ستراتیژي دا وه چې زه به د لسو اورونو وروسته توپ اچونه ترسره کوم.وروسته ویشتنځای هم ښه برابر شو او په ښه لاین سره توپ اچونه ترسره کړه.دا زمونږ د افغانستان کرکټ لپاره ښه خبر دی،چې دلته سي پي ایل کې سیالۍ کوو.ډیر ښه احساس کوم.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ