سرفراز احمد یو بې ساری د خندا وړ ریکارډ جوړ کړ | خبریال

سرفراز احمد یو بې ساری د خندا وړ ریکارډ جوړ کړ

کرکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان سرفراز احمد د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دوهمه شل اوریزه لوبه کې یو ځل بیا د کمرو تر رادر لاندې راغی چې خپله خوله یې وازه نیولي وي او ارږمی باسي.

سرفراز احمد لدې وړاندې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پر مهال چې کله پاکستان د هند سره سیالي درلوده،نوموړی د کمرې لاندې راغلی وو او د لوبې بایللو وروسته یې ارږمي یا خوله وازه نیولي وه.

اوس د لوبو پر مهال هر چا د هغه په (ارږميو) یا خولې خلاصولو پسې پام شوی دی.خلکو ته د هغه ارږمي پدې جالب وي چې نوموړی هغه مهال دا عادت ترسره کوي،کله یې چې لوبډله سیالۍ وبایلي.

د انګلستان خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې د ارږمي باسلو وروسته نوموړی د کرکټ په ډګر لومړی لوبغاړی شو چې د لوبې په درې واړو پارمټونو کې ارږمي باسي.

لدې وړاندې نوموړي د ټیسټ لوبو بایللو وروسته ارږمي یا خوله خلاصه نیولي وه.

پخپله سرفراز احمد د ارږمیو د ایستلو په اړه وویل: ((ارږمي ایستل یو عادي شی وي چې کیږي.زه د ارږمیو په ایستلو سره په کوم ګناه نه مرتکب کیږم.که چیرې زما په ارږمیو ایستلو سره چاته پیسې جوړیږي،دا هم ښه خبره ده.))

د یادونې وړ ده چې سرفراز احمد د انګلستان خلاف په روان سیریز کې اخیستل شوی،خو نوموړی یوازې د اوبو وړلو دنده پرمخ وړي.

لدې وړاندې د پاکستان یوه پخواني لوبغاړي هم د ټیم په منجمینټ لدې کبله انتقاد کړی وو،چې ولې یې سرفراز احمد د اوبو وړلو لپاره ټاکلی.

د یاد لوبغاړي په وینا چې دا د هغه لپاره یوه بې احترامي ده.ځکه چې نوموړی د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو کپتان تیر شوی دی او داسې کار د هغه له شان سره ښه نه ښکاري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ