بوست لوبډلې مس عینک لوبډله له سختې ماتي سره مخ کړه | خبریال

بوست لوبډلې مس عینک لوبډله له سختې ماتي سره مخ کړه

کرکبال وېبپاڼه- اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو ته د چمتوالي په موخه نن ورځ د مس عینک او بوست لوبډلو ترمنځ شل اوریزه سیالي ترسره شوه،چې پکې بوست ساتونکو لوبډلې په پنځو ویکټو مس عینک لوبډلې ته ستره ماتي ورکړه.

بوست ساتونکو لوبډلې کپتان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنې وار مس عینک لوبډلې ته ورکړ.

مس عینک لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځيدو سره په ټاکلو شل اورونو کې ۱۸۰ منډې جوړې کړې او مس عینک لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه د ۱۸۱ منډو هدف وټاکه.

د مس عینک لخوا توپ وهنه کې حشمت الله شاهدي ښکلي لوبه ترسره کړه،چې په ۳۰ توپونو یې د ۳ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مټ (۵۱) منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي هم ښه لوبه ترسره کړه،نوموړي په ۲۰ توپونو د یوې شپږیزې او ۳ څلوریزو په مټ ۲۳ منډې جوړې کړې.

همداشان نجیب الله ترکي (۴۷) او وروسته یې لوبه پریښوده. صدیق پاچا (۱۴)، غمي ځدراڼ (۳۱) چټکې منډې جوړې کړې.

د بوست ساتونکو لخوا توپ اچونه کې سید احمد شيرزاد او حمزه هوتک (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.کریم جنت او شفيق الله غفاري (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د بوست ساتونکو لوبډلې لخوا د لوبې په نوولسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او په پنځو ویکټو یې ستره بریا خپله کړه.

د بوست ساتونکو لخوا توپ وهنه کې رحمت شاه زبردسته لوبه ترسره کړه او نوموړي په ۴۶ توپونو د ۶ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مټ (۷۶) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

همداشان عمران جنت (۲۰)،کریم جنت (۲۸)،شفیق الله غفاري او وحید شفق (۲۶-۲۶) منډې جوړې کړې.

د مس عینک لخوا توپ اچونه کې نور احمد لکڼوال،شاپور ځدراڼ،دولت ځدراڼ او عابدالله تڼیوال (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

 د لوې غوره لوبغاړی رحمت شاه زرمتی ونومول شو چې ۷۶ ناسوځيدلي منډې یې جوړې کړي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ