ابراهیم ځدراڼ له ټپونو څخه په جوړیدو دی | خبریال

ابراهیم ځدراڼ له ټپونو څخه په جوړیدو دی

کرکبال وېبپاڼه- د ډیلي فریش بند امیر ښامارانو لوبډلې پیاوړی الراونډر ابراهیم ځدراڼ چې څه موده وړاندې شپږیزه لیګ سیالیو ته د تیاري په موخه د تمرین پر مهال ټپي شوی و،اوس مهال یې ټپونه په رغیدو دي او نوموړی به شپږیزه لیګ سیالیو کې چمتو شي.

د ټپونو څخه د نوموړي د رغیدو خبر بند امیر لوبډلې پخپله فسبوک پاڼه ورکړی دی.

دوی زیاتې کړې چې ابراهیم ځدراڼ شپږیزه لیګ ته د تمریني کمپ پر مهال ټپي شوی و،خو په وخت سره د هغه درملنې له کبله اوس نوموړی د پخوا حالت څخه ښه شوی او مونږ هڅه کوو،چې شپږیزه لیګ سیالیو ته یئ چمتو کړو.

((د بند امير لوبډلې او مينه والو ته ښه خبر!

د ښامارانو لوبډلې تکړه ال راونډر ابراهيم ځدران چې شپږيزې ته د تمريناتي کمپ په لومړيو ورځو کې ټپي شوى وو اوس په چټکۍ سره په روغېدو دى.

د نوموړي درملنه مو په وخت سره وکړه او هم مو ورته د ډاکټر او روزونکې ډلې په سپارښتنو پوره ارام ورکړ چې اوس له پخوا ډېر ښه شوى.

هڅه کوو تر څو نوموړى زمونږ د لوبډلې د يوه مهم لوبغاړي په توګه د سږ کال شپږيزې ليګ مهمو او رسمي سياليو ته بشپړ چمتو شي.))

د یادونې وړ ده چې ابراهیم ځدراڼ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره دوه ټیسټ،درې شل اوریزې او یوه پنځوس اوریزه سیالي ترسره کړي ده،چې پکې (۱۶۸) منډې یې جوړې کړي دي.

نوموړي ته تیر کال د بنګله دېش خلاف په ټیسټ لوبه کې،په لومړي ځل افغان کرکټ ملي لوبډله کې ځای ورکړل شو او نوموړی وتوانید چې پخپله لومړی لوبه کې نیمه سلیزه جوړه کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ