سوریش رېنا د ای پي ایل څخه په وتو خپله خاموشي ماته کړه | خبریال

سوریش رېنا د ای پي ایل څخه په وتو خپله خاموشي ماته کړه

کرکبال وېبپاڼه- د چنای سوپر کینکز لوبډلې پیاوړي توپ وهونکي سوریش رېنا د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو څخه په ناڅاپي وتلو سره د خبرونو سرټکی جوړ شو.خو نوموړي د وتلو علت په اړه بالاخره خپله خاموشي ماته کړه.

نوموړي وویل،په پنجاب ایالت کې د هغه د تره په کور برید شوی،چې له امله یې تره وژل شوی او نور تره زامن یې شدید ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي،نه پوهیږي چې دا برید به چا کړی وي.خو نوموړي د پنجاب ایالت له پولیسو وغوښتل چې د پيښې پلټنه وکړي او عاملین ونیسي او سزا ورکړي.

رېنا پدې اړه څه ونه ویل،چې یادې پيښې له کبله دی په کوم علت د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو څخه بهر شو.خو لدې وړاندې داسې خبرونه ورکړل شوي وو،چې نوموړی د قرنطین پر مهال په تنګ شوی و او غوښتل یې چې د ډوهني په څیر د هغه ته هم اسانتیاوې برابرې شي.

د چنای سوپر کینکز لوبډلې مالک این سرینوانسن ویلي وو.هغه نشي کولی چې یو څوک دېته اړ کړي چې دا کار وکړه،هرڅوک چې ځي خپله پریکړه یې ده،خو د سوریش رېنا په وتلو سره به لوبډلې ته کوم زیان ونه رسیږي او یوازې به نوموړی خپلې پیسې له لاسه ورکړي.

ټاکل شوي وه چې د چنای سوپر کینکز لوبډلې غړو به د اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه تمرینات ترسره کړي وای.خو د یادې لوبډلې د ۱۳ غړو په کرونا اخته کیدو وروسته،شپږ ورځې نور هم قرنطین شول.

لدې وړاندې بي سي سي ای خبر ورکړ،چې د چنای لوبډلې د ځینو غړو د کرونا په اخته کیدو وروسته به د یادې لوبډلې د پیل سیالیو سکیجول کې تغیر راولي.

ټاکل شوي وه چې د ای پي ایل سیالیو د پیل لومړی لوبه به د چنای او ممبۍ ترمنځ د سپټمبر په نوولسمه نېټه ترسره شوي وای،خو ویل کیږي چې د چنای لوبډلې په ځای به له ممبۍ سره بله لوبډله سیالي ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ