نوید صایم د ډسپلین کميټې مرستیال وټاکل شو | خبریال

نوید صایم د ډسپلین کميټې مرستیال وټاکل شو

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تجربه کاره منیجر نوید صایم کاکړ په کرکټ بورډ کې د ډسپلین کميټې د مرستیال په توګه په دنده وټاکل شو.

نوید صایم کاکړ چې له پوره تجربې څخه برخمن دی.نوموړی د پخواني کرکټ بورډ چرمین لطف الله عاطف مشعل لخوا لدې کبله له دندې لیرل کړل شوی و،چې ګواکې لوبغاړو ته ځانګړي ازادي نه ورکوي.

خو پخپله هغه مهال
نوید صایم کاکړ ویلي وو،لدې کبله له دندې لیرې کړل شو چې د عاطف مشعل فرمایشت یې رد کړل.

د صایم په وینا مشعل هغه وخت ترې د ځینو لوبغاړو په اړه د ځانګړو امتیازاتو او تحفو غوښتنه کوله چې هغه یې غوښتنه رد کړه او له همدې کبله له دندې لیري کړل شو.

د یادونې وړ ده چې نوید صایم کاکړ د ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د افغان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې منیجر و.

د هغه منیجرۍ لاندې افغان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې د سینګاپور په کوربتوب د ۲۰۱۷ کال نړیوال غوراوي پړاو سیالیو کې نړیوال جام ته لار پیدا کړي.

همداشان د هغه منیجرۍ کې افغان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې وکولی شول چې د مالیزیا په کوربتوب د ۲۰۱۸ کال اشیا کپ سیالیو اتلوالي خپله کړي.

په یاده جام کې افغانستان نوولس کلنو دوه ځلې د پاکستان نوولس کلنو لوبډلې ته سخته ماتي ورکړي وه.

وروسته هغه د افغان کرکټ ملي لوبډلې منیجر وټاکل شو او دده په شتون کې افغانستان د هند په کوربتوب له ایرلینډۍ لوبډلې څخه د یو ورځنیو لوبو سیریز وګاټه.

د یادونې وړ ده چې نوموړی به ډسپلین کميټې مشر الله داد نوري سره یو ځای خپله نوي پر مخ یوسي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ