کابل بازانو په ۸ ویکټو بوست لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

کابل بازانو په ۸ ویکټو بوست لوبډلې ته ماتي ورکړه

کرکبال وېبپاڼه- د کابل بازانو لوبډلې کپتان رحمن الله ګربز د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنې بلنه بوست لوبډلې ته ورکړه.

بوست لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

د بوست لوبډلې لخوا توپ وهنه کې احسان جنت په ۲۷ توپونو ۶۲ منډې جوړې کړې،نوموړي بیټینګ کې ۶ څلوریزې او ۴ شپږیزې شاملې وې.

همداشان ګلبدین نایب په ۱۷ توپونو (۲۷) او نثار وحدت په ۱۷ توپونو (۲۳) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لخوا توپ اچونه کې،نجات مسعود،فرمان الله صافي او ضیاء اکبر (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.ننګیالي او عبدالطیف ایوبي (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د کابل بازانو لوبډلې لخوا په اسانۍ سره اوولسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

کابل بازانو لخوا توپ وهنه کې رحمن الله ګربز د ۴ شپږیزو او یوې څلوریزې په مټ په ۱۶ توپونو (۳۵) منډې جوړې کړې.

وسیم اکرم (۲۱)،صدیق اتل په ۵۰ توپونو د ۷ څلوریزو او ۶ شپږیزو په مټ (۸۵) منډې جوړې کړې.سمیع الله شینواري (۱۰) او عظمت الله عمرزي (۱۱) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د بوست لخوا دستګیر او وقار الله (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

یاده دې وي چې سیالۍ غوره لوبغاړی صدیق اتل ونومول شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ