د چنای سوپر کینکز لوبډلې مالک: سوریش رېنا نه شتون په ټيم اغیزه نشي کولی | خبریال

د چنای سوپر کینکز لوبډلې مالک: سوریش رېنا نه شتون په ټيم اغیزه نشي کولی

کرکبال وېبپاڼه- د چنای سوپر کینکز لوبډلې مالک یا خاوند این سرینوانسن وایي،د سوریش رېنا نه شتون په لوبډله کوم منفي تاثیر نشي اچولی او یوازې به هغه خپلې پیسې له لاسه ورکړي.

این سرینوانسن چې د هند کرکټ بورډ پخوانی مشر او د ای سي سي چرمین هم پاتي شوي دی.ډاډ څرګندوي چې د ډوهني په کپتانۍ کې به هر څه سم وي او د رېنا په نه شتون کې به لوبډلې ته کومه ستونزه جوړه نشي.

د این سرینوانسن په وینا، ډوهني هغه ته پوره ډاډ ورکړئ دی چې که هر څومره نفر لاړ هم شي،کومه ستونزه به نه رامنځ ته کیږي او هر څه تر کنټرول لاندې راوستلی شي.

د یادونې وړ ده چې سوریش رېنا د تیرې جمعې په ورځ له عربي اماراتو څخه خپل هیواد ته ستون شو، د نوموړي د ستانه کیدو خبر د چنای سوپر کینکز لوبډلې اجراییه رئیس کې ایس ویسوانتن ورکړئ دی.

نوموړي په یوه ټویټ کې ليکلي،سوریش رېنا به د شخصي ستونزو له کبله په۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو کې له دوی سره شتون ونه لري.

خو داسې راپورونه هم خپره شوي دي،چې سوریش رېنا په اماراتو کې د هوټل اطاق پر مهال د اسانتیاوو څخه ناخوښ وو او له همدې کبله شاید له ای پي ایل سیالیو څخه وتلی وي.

د معلوماتو له مخې رېنا غوښتل چې څه قسم چې ډوهني ته په هوټل کې اسانتیاوې موجودې دي،د هغه په څير د هغه ته هم برابرې شي.

د سرینوانسن په وینا دوی یو څوک په زور دېته نشي اړ کولی چې دا کار به کوې.

لدې وړاندې رېنا هم ویلي و،چې د کورنۍ پرته ورته هیڅ څه مهم ندي.

د يادونې وړ ده چې سوریش رېنا په ۲۰۰۸ کال کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې سره یو ځای شو او د هغې مودې راهیسې د یادې لوبډلې لپاره لوبیږي او ډيرې سيالۍ او اتلوالۍ یې هم ورته ګټلي دي.

نوموړی د چنای سوپر کینکز لوبډلې لپاره په ای پي ایل سيالیو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی هم و.

رېنا یو له هغو درې لوبغاړو څخه و چې تیر کال نیلامۍ پړاو کې د یادې لوبډلې لخوا نیلامۍ ته وړاندې نشو او د یادې لوبډلې لخوا له ځان سره وساتل شو.

د یادې لوبډلې لخوا ډوهني لومړی لوبغاړی و، چې په ۱۵ کروړه هندۍ کلدارو له ځان سره وساتل شو.ورپسې دوهم لوبغاړی رېنا و، چې په ۱۱ کروړه هندۍ کلدارې له ځان سره وساتل شو او دریم لوبغاړی جېدیجا و، چې په ۷ کروړه هندۍ کلدارو له ځان سره وساتل شو او نیلامۍ ته وړاندې نه شول.

یاده د وي چې د ویراټ کوهلي وروسته سوریش رېنا په ای پي ایل سيالیو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی هم شمیرل کيږي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ