سنت لوسیا زوکس لوبډلې د ۹۲ منډو څخه دفاع وکړه | خبریال

سنت لوسیا زوکس لوبډلې د ۹۲ منډو څخه دفاع وکړه

کرکبال وېبپاڼه- سنت لوسیا زوکس لوبډلې د سي پي ایل سیالیو په تاریخ په لومړي ځل د کمو منډو څخه دفاع وکړه.

سنت لوسیا زوکس لوبډلې د بربادوس ټریډنټس لوبډلې خلاف د ۹۲ اسانه منډو هدف څخه په بریالۍ توګه دفاع وکړه او په ۳ منډو توپیر یې ستره تاریخي بریا خپله کړه.

یاده دې وي چې دا یادې لوبډلې لپاره په سي پي ایل سیالیو کې دویم کوچنی هدف دی،چې یوې لوبډلې ته یې ورکوي،لدې وړاندې دوی په ۲۰۱۷ کال کې د امازون لوبډلې خلاف په لوبه کې په ۵۹منډو سوځیدلي وو.

د ۹۲ منډو څخه د دفاع په مقابل کې کېسریک ویلیمز او جاویلي ګلېن هر یوه (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.

محمد نبي عیسخېل او ظاهرخان هم (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

بربادوس لوبډلې لخوا یواځینی زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی جانسن چارلیس و،چې ۳۹ منډې یې جوړې کړي وې،خو په ۱۴م اور کې د هغه له سوځیدو وروسته د نورو توپ وهونکو پښې تکیه نشوې او يو پر بل پسې یې ویکټې له لاسه ورکړې او سیالي یې په ډیر کم توپیر سره بایلوه. سره ددې چې داسې وخت هم وو،چې هغوی ته په ۴۲ توپونو ۳۰ منډې پاتي وې او ۷ لوبغاړي هم ورسره وو،خو بیا یې هم ونشول کولی چې بریا خپله کړي.

لدې وړاندې سنت لوسیا لوبډلې لپاره یوازې نجیب الله ځدراڼ (۲۲) زیاتې منډې جوړې کړي وې.

یاده دې وي چې د سیالۍ غوره لوبغاړی جاویلي ګلین ونومول شو، چې ۳ اورونو کې یې (۱۱) منډې ورکړي وې او دوه لوبغاړي یې سوځولي وو.

نوموړي خپلو خبرو کې وویل: ((زه غواړم چې ووایم له کریس ګېل مننه کوم.زه یو عسکر یم.زه هیڅکله نشم ویلی چې مړ یم.زه همیشه یوه جګړه لرم. زه باید همیشه د خپلې کورنۍ او د خپل ټیم لپاره جګړه وکړم.دا زمونږ د ټیم لپاره یوه سخته بریا وه او پدې سره مونږ دوهم مقام ته پورته شوو.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ