انګلستان شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته سخته ماتي ورکړه | خبریال

انګلستان شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته سخته ماتي ورکړه

کرکبال وېبپاڼه- د ټیسټ لوبو سیریز ګټلو وروسته انګلستان په دویمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته سختي ماتي ورکړه.

انګلستاني کپتان ایون مورګن د پچې په ګټلو سره لومړی پاکستانۍ لوبډله توپ وهنې ته را دعوت کړه.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان سره ۱۹۵ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا په توپ وهنه کې د لوبډلې کپتان بابر اعظم په ۴۴ توپونو سره (۵۶)،محمد حفیظ په ۳۶ توپونو (۶۹)،فخر زمان په ۲۲ توپونو (۳۶) او شعیب ملک په ۱۱ توپونو (۱۴) منډې جوړې کړې.

د انګلستان لخوا توپ اچونه کې ورو توپ اچونکي عادل راشید (۲)،ټام کرن او کریس جورډن (۱-۱) لوبغاړی وسوځاوه.

ټاکل شوی هدف انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د لوبې د شلم اور په لومړي توپ سره د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ترلاسه او په پنځو ویکټو توپیر یې پاکستان ته سخته ماتي ورکړه.

د انګلستان لخوا توپ وهنه کې د لوبډلې کپتان ایون مورګن ښه لوبه ترسره کړه،چې په ۳۳ توپونو یې د ۶ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مرسته یې ( ۶۶) منډې ترلاسه کړې.

ددې ترڅنګ ټام بنټن (۲۰)، جوني بېرسټو (۴۳) او ډیویډ ملن په ۳۶ توپونو (۵۴) ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا توپ اچونه کې شاداب خاند(۳) او حارث رؤف (۲) ویکټې ترلاسه کړه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی ایون مورکن ونومول شو چې ۶۶ منډې یې جوړې کړي وې.

د یادونې وړ ده چې لدې وړاندې لومړی سیالي د دواړو لوبډلو ترمنځ د باران له کبله مساوي پای ته رسیدلي وه.

دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍ او دریمه شل اوریزه لوبه د سپټمبر په لومړی نېټه د انګلستان په مانچستر ښار کې ترسره شي.

لدې سیالیو وروسته به د انګلستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او درې پنځوس اوریزو سیالیو لړۍ پیل شي.

دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړی شل اوریزه لوبه د جمعې په ورځ (سپټمبر ۴مه) په سوتهمپټن ښار کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ