مس عینک په دوو ویکټو کابل بازانو ته سخته ماتي ورکړه! | خبریال

مس عینک په دوو ویکټو کابل بازانو ته سخته ماتي ورکړه!

 

کرکبال وېبپاڼه- شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو ته د تیاري په موخه نن ورځ د مس عینک لوبډلې او همداشان د کابل بازانو لوبډلې ترمنځ د ایوبي کرکټ ملي لوبغالي کې لومړی تمریني سيالي ترسره شوه،چې پکې مس عینک لوبډلې په دوو ویکټو توپیر کابل بازانو لوبډلې ته ستره ماتي ورکړه.

د سيالۍ ټاس د مس عینک لوبډلې کپتان شاپور ځدراڼ وګاټه او لومړی توپ وهنه یې کابل بازانو لوبډلې کپتان رحمن الله ګربز ته ورکړ.

کابل بازانو لوبډلې د کپتان رحمان الله ګربز او الروانډر عظمت الله عمرزي د بریدګرې لوبې په مټ په ټاکلو شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۲۵ منډې جوړې کړې او مس عینک لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه.

د کابل بازانو لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز په په ۴۱ توپونو (۸۱) منډې جوړې کړې.نوموړي ۱۰ شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله.

همداشان صدیق الله اتل په ۲۴ توپونو د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ (۳۲) منډې جوړې کړې.سمیع الله شینواري په ۲۲ توپونو د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ (۳۵) منډې جوړې کړې.

عظمت الله عمرزي په ۲۴ توپونو د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مټ (۶۳) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.وسیم اکرم بیا په ۶ توپونو د یوې څلوریزې په مټ ۶ منډې جوړې کړې.

د مس عینک لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې نور احمد لکڼوال په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.همداشان دولت ځدراڼ ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

ټاکل شوي هدف د مس عینک لوبډلې لخوا د ۸ لوبغاړو په سوځيدو پداسې مهال ترلاسه شو چې په دوو توپونو ۶ منډو ته اړتیا وه او ابراهیم صافي په فرمان الله صافي اوږده شپږیزه او ووهله او په ۲ ویکټو یې بریا خپله کړه.

مس عینک لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې محمد شهزاد محمدي په ۲۷ توپونو د ۴ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مټ (۴۴) منډې جوړې کړې.

نجیب الله ترکي په ۱۷ توپونو د ۴ څلوریزو او ۶ شپږیزو په مټ (۵۳) منډې جوړې کړې.

د شاپور ځدراڼ ورور غمي ځدراڼ په ۲۱ توپونو د ۴ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مټ (۴۲) منډې جوړې کړې.

شاهدالله کمال په ۱۶ توپونو د ۲ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مټ (۳۴) منډې جوړې کړې.عبدالرحمن (۱۳) او ابراهیم صافي په ۱۱ توپونو د ۳ شپږیزو او یوې څلوریزې په مټ (۲۴) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې

د کابل بازانو لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې ضیاء الرحمن شریفي (۱)،عظمت الله عمرزي (۳)،ننګیالي خان (۲)، فرمان الله صافي (۲) ویکټې ترلاسه کړې.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ