ګربز او عظمت الله بهترین اننګز په مټ کابل بازانو ۲۲۶ منډو هدف وټاکه | خبریال

ګربز او عظمت الله بهترین اننګز په مټ کابل بازانو ۲۲۶ منډو هدف وټاکه

کرکبال وېبپاڼه- اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو ته د چمتوالي سيالیو په دوام کابل بازانو لوبډلې،مس عینک لوبډلې ته د رحمن الله ګربز د (۸۱) او د عظمت الله عمرزي د (۶۳) چټکو منډو په مټ په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځيدو سره د ۲۲۶ منډو هدف ورکړ.

سيالۍ ټاس مس عینک لوبډلې مشر شاپور ځدراڼ وګاټه او لومړی توپ وهنې وار یې کابل بازانو لوبډلې ته ورکړ.

کابل بازانو لوبډلې ښکلی پیل ورکړ او په اوپنینګ یې د ۷۱ منډو ملګرتیا ترسره کړه.

وروسته صدیق اتل د ۳۲ منډو جوړولو وروسته خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

د کابل بازانو لپاره رحمن الله ګربز ښکلي لوبې ته دوام ورکړ او په ۴۱ توپونو یې د لسو شپږیزو او یوې څلوریزې په مټ ۸۱ منډې جوړې کړې.

سمیع الله شینواري هم ښه لوبه ترسره کړه.نوموړي په ۲۲ توپونو د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۳۵ منډې جوړې کړې.

عظمت الله عمرزي په وروستیو کې ښکلي لوبه نندارې ته وړاندې کړه او نوموړي په ۲۴ توپونو د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مټ ۶۳ ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د مس عینک لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې نور احمد لکڼوال (۴) او دولت ځدراڼ (۲) ویکټې ترلاسه کړې.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ