محمد عامر د انګلستان خلاف لوبه کې د لاړو څخه کار اخیستی | خبریال

محمد عامر د انګلستان خلاف لوبه کې د لاړو څخه کار اخیستی

کرکبال وېبپاڼه- په ټولنیزو رسنیو خپره شوو ویډيوګانو کې ښکاري چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی چټک بالر محمد عامر د انګلستان خلاف په لومړی شل اوریزه لوبه کې د بال ځلولو لپاره د لاړو استعمال څخه کار اخلي.

په تیرې جولای میاشت کې د کرونا له کبله د کرکټ د بیا پیلیدو وروسته کرکټ نړیوالې شورا په لوبو کې د یادې ناروغۍ د لیږد د مخنیوي په موخه لوبو کې موقت وخت پورې ځينې قوانین رامنځ ته کړل،چې له مخې یې بالر نشي کولی چې د لوبو پر مهال د توپ د ځلولو لپاره د لاړو څخه استفاده وکړي او ددې په ځای بالر یوازې کولی شي د ( بدن د خولو) څخه د بال لوندولو لپاره کار واخلي.

ویل کیږي چې محمد عامر د تیرې جمعې په ورځ د انګلستان خلاف سيالۍ کې څو ځلې بال لوند کړی وو،خو دا چې نوموړي ته د فیلډ امپایرانو لخوا کوم اخطار ندی ورکړل شوی،له همدې کبله کومه قضیه نشي ورته جوړیدلی.

د ای سي سي قوانینو کې داسې راغلي: لوبغاړي نشي کولی چې د بال ځلولو لپاره د لاړو څخه کار واخلي.که چیرې یوه لوبغاړي بال لوند کړ،لوبڅاران به د توپ حالت څيړي.که چیرې دوامدار یوه بالر د لاړو استعمال څخه کار اخیسته،د لوبڅارانو لخوا ټيم ته د لوبې په هر اننګز کې دوه ځلې اخطار ورکول کیږي.که څه سره ددې بیا هم دوی له یاد قانون څخه سرغړونه کوله او بال لوندولو ته یې دوام ورکوه،په بدل کې یې بیا د لوبڅارانو لخوا د بیټينګ اړخ ته ۵ اضافي منډې په سزا کې ورکول کیږي.

لدې وړاندې د انګلستان او ویسټ انډيز ترمنځ ټیسټ سيالۍ کې هم ډم سبلي د لاړو استعمال څخه کار اخیستی و،خو لوبڅارانو توپ صفا او هغه یې پوهولی و.

د یادونې وړ ده چې انګلستان خلاف په لومړی شل اوریزه لوبه کې محمد عامر ښه بالینګ ترسره کړی و،چې په ۱۳ بالونو یې ۱۴ منډې ورکړي وې.خو لوبه د باران له کبله مساوي پای ته رسيدلي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ