چنای سوپر کینکز لوبډله د ای پي ایل د پيل لوبو محرومه شوه! | خبریال

چنای سوپر کینکز لوبډله د ای پي ایل د پيل لوبو محرومه شوه!

کرکبال وېبپاڼه- دا چې دیارلسم پړاو ای پي ایل سيالیو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتي دي،چنای سوپر کینکز لوبډله له سترو ننګونو سره مخ ده. یادې لوبډلې لا وړاندې مرستیال کپتان سوریش رېنا له لاسه ورکړ او نوموړی د کورنيو ستونزو له کبله چې تره یې وژل شوی، له دیارلسم پړاو ای پی ایل سيالیو څخه بهر شو او خپل هیواد ته ستون شوی دی.

له بلې خوا د یادې لوبډلې د ۱۳ غړو د کرونا ټيسټونه چې په هغې کې د یادې لوبډلې دوه لوبغاړي ډيپاک چهار او روتوراج ګیکوارډ هم شامل دي،مثبت اعلان شوي دي.

د معلوماتو له مخې هند کرکټ بورډ چنای سوپر کینکز لوبډلې ته نور اضافي وخت ورکړی،ترڅو د ای پي ایل سيالیو لپاره ښه چمتوالی ونیسي او په همدې سبب د چنای لوبډلې د لوبو په سکیجول کې تغیرات راتللی شي او د پیل سيالیو د پیل په لوبو کې برخه نشي اخیستلی.

ټاکل شوي وه چې چنای سوپر کینکز لوبډلې به د ای پي ایل د پيل لوبه د سپټمبر په نوولسمه نېټه د ممبۍ انډيانز لوبډلې خلاف ترسره کړي وای.خو په سکیجول کې تغیراتو له کبله دوی د پيل لوبې نشي ترسره کولی.

ټاکل شوي وه چې چنای سوپر کینکز لوبډلې به د اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه خپل تمرینات پیل کړي وای،خو د یادې لوبډلې زیاتره پرسونل د کرونا مثبت ټيسټ وروسته بیرته ۶ ورځې نور هم قرنطین ته ولیږل شول.هغه لوبغاړي او پرسونل چې د کرونا ټیسټ پايلې یې مثبتي دي،اړ دي چې ۱۴ ورځې قرنطین موده تیره کړي.

د بي سي سي ای د معلوماتو له مخې چنای لوبډله به یوه اوونۍ نور هم قرنطین موده تیره کړي او کله یې چې کرونا ټيسټ پایلې منفي شوي،دوی کولی شي چې تمرینات پیل کړي.

د هند کرکټ بورډ یوه چارواکي وويل: (( دوی اوس په هغه حالت کې ندي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل د پيل لوبو کې برخه واخلي.مونږ به چنای لوبډلې ته څو ورځې نورې هم په واک کې ورکړو.تر څو چې دوی بیرته راستانه شي.))

د چنای لوبډلې د پیل لوبو په ځای به هند کرکټ بورډ د ممبۍ انډيانز لوبډلې سره د یوې بلې لوبډلې لوبې برابرې کړي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ