سي پي ایل: پولارډ شپږمه پرلپسې بریا لوبډلې ته خپله کړه | خبریال

سي پي ایل: پولارډ شپږمه پرلپسې بریا لوبډلې ته خپله کړه

کرکبال وېبپاڼه- ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې وکولی شول چې د یوې حساسې او په زړه پورې لوبې وروسته بربادوس ټريډینټس لوبډلې ته په دوو ویکټو توپیر ستره ماتي ورکړي.

ټرنباګو لوبډلې لخوا کپتان کیرون پولارډ و،چې خپلې لوبډلې ته یې ناشوني سیالي وګټله.

پولارډ پداسې مهال توپ وهنې ته راښکته شو چې لوبډلې یې په ۴۴ توپونو ۸۷ منډو ته اړتیا درلوده.

د راشدخان ښه اور ترسره کولو وروسته ټرنباګو لوبډلې ته په ۲۴ بالونو ۶۶ منډې پاتي شوې او یادې لوبډلې لا وړاندې په ۸۳ منډو کې شپږ لوبغاړي دلاسه ورکړي وو.خو کیرون پولارډ په هایډن ولش باندې په ۵ توپونو سره څلور شپږیزې ووهلې او د منډو هدف یې را لنډ کړ او په ۱۸ بالونو ۴۱ منډې پاتي شوې.

سکندر رضا په منډه کې ترې وسوځیده،خو پولارډ په ۲۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه هم جوړه کړه.

نایټ رایډرز لا هم په دوو اورونو کې ۳۱ منډو ته اړتیا درلوده،خو د اور په ختمیدو کې دوو شپږیزو سره وروستي اور کې ۱۵ منډې پاتي شوې.

پولارډ په وروستي اور لومړي بال سره په ریفر شپږیزه ووهله او په دوهم توپ یې د سینګلې اخیستو وروسته غوښتل چې سټرایک ته ځان بدل کړي،خو ویکټ یې په منډه کې دلاسه ورکړه.

نوموړي په ۲۸ بالونو د ۹ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مټ (۷۲) منډې جوړې کړې او لوبډلې ته یې په روان ټورنامینټ کې شپږمه پرلپسې بریا هم ور په برخه کړه.

بربادوس لوبډلې د چارلیس (۴۷) او مایرس (۴۲) منډو په مټ،ټاکلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۷ منډې جوړې کړي وې.

ټاکلی هدف ټرنباګو لوبډلې د لوبې وروستي اور په پنځم توپ سره د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او ستره بریا یې خپله کړ.

راشدخان ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

——

دوهمه سیالۍ کې بیا مجیب لوبډلې بریا خپله کړه

مجیب لوبډلې یا جامیکا تالاوز لوبډلې د لومړي بیټینګ په کولو سره د ګلین پلیپس د (۷۱) ناسوځیدلو منډو په مټ مقابلې سنت کېټس او نویس پېټریټس لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.

ټاکل شوي هدف پوره کولو کې سنت کېټس لوبډله پاتي راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې،په (۱۹،۴) اورونو کې ۱۱۰ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۳۷ منډو په توپیر بایلوده.

د جامیکا لوبډلې لخوا افغان ورو توپ اچونکي مجیب ځدراڼ څلورو اورونو کې یوازې (۱۲) منډې ورکړې او یوه ویکټ یې هم واخیسته. همداشان براتویټ (۳)، اېډورډ،پاؤل او سنډیپ لمچهاني هره یوه (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.

ددې سیالیو په دوام به نن شپه د سنت لوسیا زوکس او بربادوس ټریډنټس لوبډلو ترمنځ لومړی سیالي ترسره شي.ورپسې دوهمه سیالي به د ګیانا امازون او سنت کېټس او نویس پېټریټس لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ