افغان کرکټ بورډ: ۳۰ سلنه نندراچیان شپږیزه نندراه کولی شي | خبریال

افغان کرکټ بورډ: ۳۰ سلنه نندراچیان شپږیزه نندراه کولی شي

کرکبال وېبپاڼه- افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې دیرش سلنه نندارچیانو ته به اجازه ورکړي چې د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ په لوبغالي کې له نږدې ننداره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا،شرط دا دی چې یاد نندارچیان یا تماشچیان به د روغتیا وزارت ټولې لارښوونې په نظر کې نیسي او له هغې وروسته لوبه ننداره کولی شي.

کرکټ بورډ زیاتوي چې د لوبې تنظیمونکي به په نندراچيانو ماسکونه هم وویشي او همداشان د نندارچیانو ترمنځ به دوه متره فاصله یا واټن هم رامنځ ته کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې د شپږیزه سیالیو د پیل وړاندې باید لوبغاړو او د هغوی روزونکو کرونا د تېسټ پایلې منفي وي.

ټاکل شوي چې اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په شپږمه نېټه پیل چې د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لپاره د لوبغاړی نیلامۍ پړاو هم څو اونۍ وړاندې ترسره شو.

دا ځلې د نورو کالونو په پرتله پدې لیګ کې خارجي لوبغاړي شتون نه لري.

په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې شپږ لوبډلې،مس عینک،کابل بازان،بند امیر ښاماران،امو نهنګان،سپین غر زمریان او بوست ساتونکي لوبډلې قرار لري.

یادو سیالیو ته د چمتوالي په موخه یادو شپږو لوبډلو خپلمنځي تمریني سیالۍ هم په لاره اچولي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ