محمد نبي:هڅه کوم چې لوبډله تر سيمي فاینل ورسوم! | خبریال

محمد نبي:هڅه کوم چې لوبډله تر سيمي فاینل ورسوم!

کرکبال وېبپاڼه- د سنت لوسیا زوکس لوبډلې پیاوړی افغان الروانډر محمد نبي عیسی خېل وایي،هڅه به یې دا وي چې خپله لوبډله تر سيمي فاینل پورې ورسوي.

نوموړی وایي،که څه هم په لوبډله کې یې مېن یا اصلي لوبغاړي شتون نه لري،خو سره ددې په لوبډله کې یې داسې ځوانان لوبغاړي شته،چې له پوره استعداد برخمن دي او لوبډله تر یو ځای رسولی شي.

دده په وینا په لوبډله کې اوس د یوه عادي لوبغاړي په توګه نه،بلکې د یوه ستر مسؤلیت لرونکي لوبغاړي په توګه رول لري.

((مونږ که څه هم سینيئر لوبغاړي ډير په ټیم کې نه لرو،خو د هغوی په ځای ځوان او ښه استعداد څخه برخمن لوبغاړي لرو.د یوه سنیئر لوبغاړي په توګه زما رول یوازې د لوبغاړي په توکه ندی.د مسؤلیت سربیره زه باید له ځوانو لوبغاړو سره د کرکټ خپلې لوبو پر مهال خپلې تجربې شریکې کړم.))

((مونږ د سنیئر او ځوانو لوبغاړو څخه تشکيل شوي لوبډله لرو.زه هیله مند یم چې د دوی په مټ به لوبډله تر سيمي فاینل یا نیمه پایلوبو ته رسوم.))

نوموړي پدې خوښي وښوده چې د کرونا له کبله د یوه اوږده ځنډ وروسته په سي پي ایل سيالیو کې برخه اخلی.

((د څلورو میاشتو قرنطین وروسته مونږ ټرینینګ پيل کړ.زه ډير خوښ یم چې د اوږده ځنډ وروسته دلته سي پي ایل سيالیو کې برخه اخلم.لدې سيالیو وروسته مونږ ای پي ایل ته ځو او دا سيالۍ مونږ سره ای پي ایل لوبو ته چمتوالي کې ډيره مرسته کولی شي.))

محمد نبي عیسي خېل وویل،که څه هم روان کال کې دوی د کرکټ سیریزونه د کرونا له کبله ترسره نه کړل،خو زه هیله مند یم چې راتلوونکي کال کې به ډیر سیریزونه ولرو.

نوموړي په وینا،هڅه به یې دا وي چې افغان کرکټ ملي لوبډله تر یو ځای ورسوي.

محمد نبي عیسی خېل همداشان په سي پي ایل سيالیو کې د افغان لوبغاړو په ګډون هم خوښي وښوده.

(( دا د افغانستان لپاره تر ټولو ښه خبر دی چې لوبغاړي يې د نړۍ په مختلفو لیګونو کې لوبیږي.په لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبیدل پدې معنا دي چې افغانستان څومره له استعداد او کوالیټی څخه ډک لوبغاړي لري.زه پدې لیګ کې د افغان لوبغاړو په شتون ډير خوښ یم او پدې هیله چې نورو لیګونو کې هم ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.))

د یادونې وړ ده چې محمد نبي عیسی خېل په شپږو سي پي ایل سيالیو کې برخه اخیستي ده او نوموړي د ښه بیټينګ ترڅنګ ښه توپ اچونه هم ترسره کړي ده.

نوموړي د سنت کېټس او نویس پيټریټيس لوبډلې خلاف تر ټولو ښکلي توپ اچونه هم ترسره کړه،چې ۱۵ منډو په بدل کې يې ۵ لوبغاړي وسوځول. او پدې سره د سي پي ایل سيالیو په تاریخ کې له شکیب الحسن او سهیل تنویر وروسته دریم لوبغاړی وشمیرل شو چې ښه توپ اچونه ترسره کوي.

یاده دې وي چې نوموړی درې ځلې په سي پي ایل سيالیو کې د لوبې غوره لوبغاړی هم پاتي شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ